کشمیر کې د پولیسو او ملکیانو ترمنځ سخته نښته شوې ده. په دغه نښته کې له دواړو لورو دوه تنه وژل شوي او یو شمیر نور ټپیان دي.
د هندي پوځيانو او کشمیر اوسیدونکو ترمنځ نښته په برمولا ولسوالۍ کې شوې او په تازه نښتو کې لومړی ځل دی چې خلکو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې.
د الجزیرې راپور وايي لاریون کوونکي او ملکیان پر پولیسو لاسي بمونه غورځوي چې له امله یې دوه پولیس ټپیان شوي دي.
کشمیر کې د تازه نښتو له امله وضعیت نور هم کړکیچن شوی او پوځيانو پر خلکو ساحه ډيره راتنګه کړې ده.