Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د سولې نهم پړاو خبرو ته چمتووالی روان دی

admin by admin
2019/08/21

امریکا له طالبانو سره د نهم  پړاو خبرو ته چمتووالی نیسي.

افغان حکومت د امریکا او طالبانو له هوکړې تمه لري چې اوربند به هم اعلان کړي چې بین الافغاني خبرې پيل شي.

امریکا بیا له طالبانو سره د نهم پړاو خبرو ته چمتووالی نیسي، هغه دوه موارد چې اته پړاوو کې پرې بحث شوی، ممکن نهم پړاو کې لاسلیک ته چمتو شي، خو ارګ له دې هوکړې تمه لري، چې اوربند به وشي او بین الافغاني خبرې به پيل شي.

دا هوکړه د امریکا او طالبانو ترمنځ ده چې افغاني اړخ پکې شامل نه ښکاري، تمه ده چې له دې هوکړې وروسته د خلیلزاد هغه خبرې چې په څلورو موضوعاتو به هوکړه کیږي، عملي شي او افغانان خپل منځ کې هم یو حل ته ورسیږي.

سیاسي شنونکی ولی الله شاهین داسې وايي (( تېرو خبرو ته په کتو ښايي نهم پړاو خبرې اوربند او بین الافغاني خبرو ته لار پرانیزي.))

نیوکه دا ده چې طالبانو له امریکا سره هوکړه کوي، خو د جګړې قرباني مخکې هم افغانان و او تر دې وروسته به هم له افغان ځواکونو او افغانانو سره په جګړه وي.

په امریکا هم نیوکه ده چې له افغانانو سره یې ستراتيژيکه ملګرتیا و نه کړه.

عزیز الله ستانکزي داسې وویل (( د نږدې دوه لسیزې جګړې قربانیان افغانان وو، او اوس هم دي، د امریکا طالبانو ترمنځ له هوکړې وروسته باید اوربند اعلان شي داسې نه شي چې له طالب وروسته داعش سره جګړه پيل کړي، چې بیا به هم قرباني افغانان ورکوي.))

له دې سره یو ځای ډاډ نشته چې امریکا او طالبان به نهم پړاو خبرو کې هم هوکړه لاسلیک کړي، ګارډن ورځپاڼې د ځینو سرچینو له قوله لیکلي چې له امریکا سره خبرو کې ځینو طالب مشرانو سره مشوره نه ده شوې او مخالفت یې ښودلی، خو طالبانو بیا دا راپورونه رد کړي دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist