د ناروې کډوالو شورا له لوري په خپور شوي راپور کې راغلي،چې افغانستان له ۲۰۱۳ څخه د ۲۰۲۲ کال تر پایه پورې د څه باندې څلور میلیونه کورنيو بې ځایه شویو کډوالو له امله د سویلي اسیا په هېوادونو کې لومړی ځای درلود.

په دغه راپور کې ویل شوي، په ټوله نړۍ کې ۷۱.۱ میلیون کسان په خپلو هېوادونو کې د جګړو او طبیعي پېښو له امله بې ځایه شوي دي.

د ناروې د کډوالو شورا د راپور له مخې،په افغانستان کې د جګړو، تاوتریخوالي او نورو پېښو له امله ۴ میلیونه او ۳۹۴ زره کسان بې ځایه شوي دي.

د دغه راپور له مخې، یوازې په ۲۰۲۲ زېږدیز کال کې ۳۲ زره تنه د تاوتریخوالو او نښتو له امله او ۲۲ زره تنه نور د طبیعي افتونو له امله بېځایه شوي دي.

خو اسلامي امارت له دې وړاندې ویلي ول، چې ګڼ شمېر داخلي بې ځایه شوي یې بېرته خپلو ولایتونو او مېنو ته ستانه کړي.
/*! elementor - v3.11.5 - 14-03-2023 */ .elementor-heading-title{padding:0;margin:0;line-height:1}.elementor-widget-heading .elementor-heading-title[class*=elementor-size-]>a{color:inherit;font-size:inherit;line-height:inherit}.elementor-widget-heading .elementor-heading-title.elementor-size-small{font-size:15px}.elementor-widget-heading .elementor-heading-title.elementor-size-medium{font-size:19px}.elementor-widget-heading .elementor-heading-title.elementor-size-large{font-size:29px}.elementor-widget-heading .elementor-heading-title.elementor-size-xl{font-size:39px}.elementor-widget-heading .elementor-heading-title.elementor-size-xxl{font-size:59px}
شریک یې کړئ