د چین بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې یو ځل بیا په افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې د عملي ګامونو د پورته کولو غوښتنه کړې.
خبرپاڼه کې ویل شوي، چې اسلامي امارت باید خپله کورنۍ او بهرنۍ پالیسي منځلاري کړي او د نړۍوال باور لپاره باید په ځینو پرېکړو کې تغیر راولي.
د خبرپاڼې یوه برخه:« د نورو مسایلو ترڅنګ، نړۍ د افغانستان له سرپرست حکومت څخه ځینې اندېښنې او تمې لري. هېله ده،چې افغان لوری په راتونکې کې د منځلارې کورنۍ او بهرنۍ پالیسي په رامنځته کولو او د ښځو او ماشومانو د حقونو او ګټو په ساتنه کې پرمختګ وکړي. زموږ هېله دا ده،چې افغانستان له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې کوټلي ګامونه واخلي او د عملي اقداماتو او پایلو ته د رسېدا په برخه کې هڅې ګړندۍ کړي. موږ هېله لرو،چې سرپرست حکومت به پر سم لوري ګام واخلي، ترڅو د نړۍوالې ټولنې باور او اعتماد خپل کړي.»
د چین بهرنیو چارو وزارت وايي، له افغان لوري یې ډاډ ترلاسه کړی دی،چې افغانستان خاوره به د چا پر ضد نه کارول کېږي،خو بیا هم اندېښنې لري.
یاد وزارت له نړۍ سره د سرپرست حکومت تعامل او اړیکې مهمې بولي او زیاتوي، د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکني بشپړتیا ته باید درناوی وشي.
د خبرپاڼې یوه برخه:« د افغانستان د پخواني ملګري په توګه، چین په دې باوري دی چې افغانستان باید له نړیوالې ټولنې څخه بېل نه وي، د افغانانو ګټې او خوښې باید له دوی نه وانه خیستل شي او د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته باید درناوی وشي.»