Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ملي امنیت ننګرهار کې څلور ځانمرګي نیولي

admin by admin
2019/08/10

د ملي امنیت له لوري نیول شوي کسان دوه داعش او دوه طالبان دي.

ملي امنیت په مرکز جلال اباد کې د عملیاتو پرمهال د ځانمرګو شپږ واسکټونه نیولي دي.

د ننګرهار د ملي امنیت رییس پاکستان تورن کړی چې افغانستان ته ځانمرګي او نور وسله وال د جګړې لپاره را لېږي.

د ننګرهار د ملي امنیت مشر نظرعلي واحدي ویلي، برید ګرو پلان درلود چې د اختر په شپو او ورځو او د خپلواکۍ جشن نمانځلو کې کابل او جلال اباد کې بریدونه وکړي.

دملي امنیت له لوري دانیول شوي کسان دوه داعش او دوه طالبان دي.

له دې سره د ننګرهار ملي امنیت ریاست وایي، د مرکز جلال اباد اړوند ساحه کې یې عملیات کړي او د ځانمرګو شپږ واسکټونو  سربېره وسلې او مهمات هم نیول شوي دي.

د ملي امنیت مشر نظرعلي واحدي دلته د برید ګرو په پلانونو خبرې کړي.

نظرعلي واحدي داسې وویل (( نیول شویو وسله والو چې دوه یې داعش او دوه یې طالبان دي، پلان درلود چې د اختر شپو ورځو او د استقلال جشن مراسمو کې په جلال اباد او کابل  کې بریدونه وکړي، چې د ملي امنیت زړه ورو منسوبینو په خاصو عملیاتو کې له ځانمرګو  واسکټونو سره ونیول.))

واحدي وایي د داسې اساسو واسکټونو جوړ ول دداعش او طالب د وس کار نه دی او نېغ په نېغه پاکستان تورنوي چې افغانستان ته ځانمرکي او نور وسله والو د جګړې لپاره را لېږي.

واحدي زیاته کړه (( دغه پټنځایونه چیرې دي په ښکاره وایم چې په پاکستان کې دي، دغه واسکټونه چې تاسو ګورئ دا د طالب او داعش له وس پورته خبره ده. دغه واسکټونه په یوه کارخانه کې جوړ شوي داسې فابریکې افغانستان نه لري نو ښکاره ده چې دا په پاکستان کې جوړ شوي دي او دلته یې د جګړې او بریدونو لپاره را لیږل.))

ملي امنیت وایي، په تېره یوه میاشت کې یې په ښار او ولسوالیو کې هغه ۱۲ کسان نیولي چې د پېسو نه ورکولو په غبرګون کې به یې خلکو ته ګواښونه کول.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist