له کلونو راپدېخوا په هېواد کې زیړ رنګ ښاري ټکسي موټرو لپاره کارول کېده،خو اوس د کورنیو چارو وزارت وايي، له دې وروسته به د ښاري ټکسي موټرو لپاره اسماني رنګ کارول کېږي.
د ټرافیک پولیسو لوی رئیس پاسوال ډاکټر حسیب الله مختار وايي، د ټکسي موټرو مخکینی رنګ په نړیوال کنوانیسون کې ثبت نه و او له دې وروسته به د ښاري ټکسي موټرو هر چلونکی بایمیټریک کېږي.
مختار زیاتوي:«موږ د بین المللي کنوانسیون غړیتوب لرو، په هغو کې د رنګونو مشخص کوډونه دي،چې موږ داسې رنګ او کوډ راخېستی دی،چې هغه تقلیدي نه دی. کوم هېواد ترې استفاده نه کوي، بلکې واحد دی،چې موږ به ترې په راتلوونکې کې استفاده وکړو.»
د کورنیو چارو وزارت لومړی مرستیال مولوی محمد نبي عمري بیا وايي، ژمن دي،چې خلکو ته غوره خدمات وړاندې کړي.
عمري زیاته کړه:« فکر کوم، د دې پر ګټو به ټول هېوادوال پوهېږي،که چېرې موږ د ټکسي موټرو یو مشخص رنګ او نمبر ولرو، نو له دې سره به د ستونزو،ناامنیو او تښتونو پېښې به هم انشاء الله له منځه ځي، که نه په ۱۰۰ کې به ۹۸ سلنه یا ۹۵ سلنه راټیټې شي.»
د ټرافیک پولیسو لوی رئیس پاسوال ډاکټر حسیب الله مختار وايي، شااوخوا ۳۰سلنه انتقالات په ښاري ټکسي موټرو کې کېږي،چې تر ډېره جنايي او امنیتي پېښې په همدې ټکسي موټرو کې ثبت شوي دي.
د چارواکو په خبره، د نوي رنګ پلې کېدو چارې به نن چهار شنبه په مرکز او ټولو ولایتونو کې پيل شي او درې میاشتې به دوام وکړي.
دوی زیاتوي،که له ټاکلې نېټې وروسته بیا هم کوم ټکسي موټر نوی ټاکلی رنګ نه درلود، قانوني چلن به ورسره کېږي.