Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کارپوهان: له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره دې سیمه ییزه اجماع رامنځ ته شي

کارپوهان: له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره دې سیمه ییزه اجماع رامنځ ته شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/05/09

په دې وروستیو کې روسیې ، پاکستان ، ایران او ګڼ شمیر نورو سیمه ییزو هېوادونو اندیښنې ښودلي، چې ګنې له افغانستانه ورته ګواښ متوجه دی .

پاکستان ټي ټي پي یادوي ، روسیه او ایران بیا د داعش ترڅنګ د ګڼو نورو ترهګرو ډلو نومونه اخلي، چې د دوی امنیت ته ترې ګواښ دی، خو اسلامي امارت بیا ټولو هېوادونو ته ډاډ ورکړی،چې چاته به اجازه ورنه کړي،چې د افغانستان له خاورې ورته ګواښ پیښ کړي.


 د سیاسي چارو کارپوهان بیا وايي، د سیمې او نړۍ هېوادونه دې د اندیښنو پر ځای له افغانستان سره د ګډې همکارۍ لپاره له ترهګرۍ سره د مبارزې په موخه سیمه ییزه اجماع رامنځ ته کړي.


دوی وايي، په نړۍ او سیمه کې د ترهګرۍ ادرسونه مالوم دي او پر وړاندې دې عملي اقدام وکړي.

 د سیاسي چار کارپوه  سرور نیازی وايي:« که واقعا هدف دا وي،چې له تروریزم سره مبارزه وشي، دا یوې ګډې مبارزې ته ضرورت لري،چې ټول هېوادونه په صادقانه ډول په دغه لار کې مبارزه وکړي، خو ځينې هېوادونه خپله د تروریزم روزنکي او تمویلوونکي دي. د افغانستان په شمول نورو هېوادونو ته یې لیږي،خو بیا همدا هېوادونه له تروریزم سره د مبارزې دعوا کوي،نو له تروریزم سره د مبارزې لپاره دې یوه سیمه ییز اجماع رامنځ ته شي،ځکه هېڅ هېواد په یوازې ځان نه شي کولی،چې له تروریزم سره مبارزه وکړي.»


ځینې نور بیا په دې باور دي،چې د تاریخ په  اوږدو کې افغانان ترهګر نه بلکې  د ترهګرۍ قرباني شوي او اوس هم افغانستان قرباني ورکوي.

دوی وايي، هغه هېوادونه چې د خپلو سیاسي او امنیتي ګټو لپاره د ترهګرۍ په تور کابل ملامتوي، هغوی خپله د ترهګرۍ روزونکي او صادرونکي دي او نړۍ یې باید پر وړاندې اقدام وکړي  او اړ یې باسي، چې په سیمه کې د ناامنۍ مخنیوي لپاره اقدام وکړي. 

د سیاسي چارو کارپوه نیجب الله جامع وايي:« افغانستان د ترهګرۍ قرباني هېواد دی، هغه هېوادونه چې د خپلو سیاسي او امنیتي ګټو لپاره کابل ملامت کوي، چې د دوی هېوادونه ته له افغانستان ناامني ځي،نو نړۍ دې پوه شي،چې دغه بهانې لکه د پاکستان په څير هېوادونو له لوري مطرح کیږي سیاسي دي اوس دې هغه هېوادونه، چې ترهګرۍ صادروي او جرړې یې  د دوی په هېوادونو کې دي او دوی په ترهګرۍ ملامت دي، هڅه باید وشي چې دغه هېوادونه هم ځواب ګو شي او هم په سیمه کې د ناامنۍ د پای لپاره له افغانستان سره ګډ کار وکړي.»


 د سیاسي چارو کارپوه توریالی ځاځی وايي، هغه هېوادونه چې پر افغانستان نیوکې کوي او ځان ته ترې ګواښ احساس کوي دا یو سیاسي تجارت دی،چې د افغانستان کمزورتیا لپاره یې ترسره کوي.

هغه زیاته کړه:« همدا د ترهګرۍ تر نامه لاندې یو شمیر هېوادونه او په ځانګړې ډ ول ګاونډیان پر افغانستان نیوکې کوي،چې دلته باید د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه وشي، دا یوازې یو سیاسي تجارت دی،چې نړیوال هېوادونو او ګاونډیان هغه عمل ترسره کوي،چې افغانستان ونه شي کولی چې په خپلو پښو ودریږي.»


اسلامي امارت په تیرو شااوخوا دوه کلونو کې دا وښوده،چې له وران کارو او وېره خپروونکو پر وړاندې  مبارزه کې جدي دی او ویلي یې دي، چې په افغانستان کې وروستي  بریدونه د بهرنیو اتباعو له لوري ترسره شوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي
افغانستان

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي
افغانستان

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
بېجینګ د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کړکېچ هوارولو ته چمتووالی ښودلی
افغانستان

ارومچي کې د خبرو پای؛ چین وايي افغانستان او پاکستان د کړکېچ په نه اوږدولو سلا شوي

اپریل 9, 2026
کرزی: پاکستان باید د راکېټونو په ځای پر علمي مرکزونو د افغان شخصیتونو نومونه کېږدي
افغانستان

ملګرو ملتونو ته د کرزي لیک: د پاکستان له لوري د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د نقض مخنیوی وکړئ

اپریل 8, 2026

وروستي خبرونه

افغان لاسي صنایع د نړیوال کېدو په لور: هراتي تسبېح د نړۍ په بازارونو کې ښه ځای لري

کندهار کې د تسبېح جوړولو صنعت شهرت، ستونزې او غوښتنې

اپریل 9, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي

کارپوهان: منځني ختیځ کې د جګړې درېدل د سیمې او نړۍ  په ګټه دي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist