Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د امریکا استازو جرګې بهرنیو اړیکو کمېټه: م.م دې افغانستان کې له ښځینه کارکوونکو پرته د مرستو دوام مخالفت وکړي

د امریکا استازو جرګې بهرنیو اړیکو کمېټه: م.م دې افغانستان کې له ښځینه کارکوونکو پرته د مرستو دوام مخالفت وکړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/05/08

په غیر دولتي موسیسو کې پر ښځینه کارکوونکو د کار له بندیز وروسته د اپریل میاشتې په ۴مه نیټه اسلامي امارت د ملګرو ملتونو اړوند ادارو ته هم ښځې له تګ منع کړې.

د نورو غندونو او غبرګونونو ترڅنګ د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) یې ځواب کې د ۲۶ ورځو لپاره خپل فعالیتونه بند کړل،چې موده یې د مې میاشتې په ۵ نیټه پای ته ورسیده.

د امریکا استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټې د ملګرو ملتونو سرمنشي ته لیږل  شوي  لیک کې دا پریکړه غندلې او غوښتنه یې کړې،چې بې له ښځینه کارکوونکو دې افغانستان کې د خپل ماموریت دوام مخالفت وکړي.

د لیک یوه برخه:« موږ په افغانستان کې  طالبانو په هغو پریکړو او فرمانونو ژوره اندېښنه ښایو،چې له مخې یې په غیر دولتي موسیسو او د ملګرو ملتونو ادارو کې افغان ښځینه کارکوونکې له کار منع شوې دي.  دا چې ښځې د بشردوساته مرستو لپاره اړیني دي، نو له ملګرو ملتونو غوښتنه کوو،چې یوازې د نارینه وو لخوا د بشري مرستو پلي کولو کلک مخالفت وکړي.»

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټې د اندېښنې څرګندولو ترڅنګ ویلي،چې بې له ښځینه کارکوونکو ښځې له مرستو بې برخې کیږي او تر ټولو زیات زیان به یې ماشومانو ته ورسیږي.

دې کمېټې اسلامي امارت په نړۍ کې یوازینی حکومت یاد کړی دی،چې  د ملګرو ملتونو ادارو کې یې ښځینه له کاره منع کړي دي.

د لیک یوه برخه:« له ښځینه کارکوونکو پرته  افغان ښځې اړینې بشري مرستې نه شي ترلاسه کولی او له امله یې ماشومان تر ټولو زیات اغیزمن کیږي. تر دې دمه هېڅ کوم رژیم ښځې په ملګرو ملتونو کې له کار کولو نه دي منع کړې. دغه بندیز د افغان ښځو اساسي بشري حقونه نقض کوي او ټول افغانستان کې بشري مرستې له ګواښ سره مخ کوي.»

ملګرو ملتونو که څه هم په ښکاره دې لیک ته کوم غبرګون نه دی ښودلی خو د کاري بندیز د مودې د پوره کیدو سره سم یوناما په یوه اعلامیه کې  ویلي،چې له افغانانو او خپلو شریکانو سره یې هر اړخیزه مشورې کړې او هڅه کوي، ترڅو سرپرست حکومت دغه پریکړه بېرته واخلي.

د خبرپاڼې یوه برخه:« موږ یو ځل بیا دغه پریکړه،چې د ملګرو ملتونو د منشور، د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د له منځه وړلو کنوانسیون او نړیوالو قوانینو خلاف ده غندو. د افغانستان نارینه، ښځو او ماشومانو ته د مرستو رسولو ژمنه بیا تازه کوو او د دې لپاره چې خپلو موخو ته ورسیږو،خپلو ټولو ښځينه او نارینه کارکوونکو ته اړتیا لرو، چې بې له کوم خنډه باید کار وکړي.»

که څه هم اسلامي امارت د ښځو او نجونو په زده کړو او کار د بندیز پریکړه دایمي نه بولي،خو د نږدې دوه کالو په تریدو لا هم دا پریکړې پر ځای پاتې دي.

سرپرست حکومت دا پریکړې د افغانستان کورنۍ مسله او د بهرنیانو له خوا یې د بېرته اخیستو غوښتنه په کورنیو چارو کې لاسوهنه بللې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی
افغانستان

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مارچ 17, 2026
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی
افغانستان

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي
افغانستان

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې
افغانستان

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي
افغانستان

پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

مارچ 17, 2026

وروستي خبرونه

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مارچ 17, 2026
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist