Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
یوناما: د ا.ا بندیزونو مو بشري مرستې اغېزمنې کړي

یوناما: د ا.ا بندیزونو مو بشري مرستې اغېزمنې کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/05/07

افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ(یوناما) ویلي،د اسلامي امارت له لورې وروستیو بندیزونو د دوی مرستې اغېزمنې کړي، هغه چې په روغتیا، تعلیم او خوړو برخو کې تر سره کېدې.


یوناما ویلي، افغانستان کې د افغانانو پرمخ پرتو ستونزو او محدودیتونو یوازېنۍ لاره د ملګرو ملتونو او اړوندو نادولتي موسسو شتون دی، خو د دوی پر مخ پراته خنډونه باید سرپرست حکومت لرې کړي.

یوناما زیاته کړې:« د بندیز لګولو وروسته موږ د مدني ټولنو او ښځو په ګډون له غړو هېوادونو او تمویلوونکو سربېره له یو شمېر افغان اړخونو سره ولیدل. د ملګرو ملتونو او ملي او نړیوالو نادولتي موسسو  مرستو رسولو په برخه کې د افغانانو ملاتړ لپاره د محدویتونو او خنډونو لرې کول اړین دي او سرپرست حکومت باید دغه خنډونه لرې کړي.»


د یوناما په باور افغانستان کې د ګڼو برخو تمویلوونکو مرستندویه بنسټونو مرستې تر وروستۍ کچې ټېټې سطحې ته رسېدلي او او د ښځو کار بندیز به دا ستونزې لا زیاتې کړي.

یوناما زیاتوي:« د مرستو رسولو عملیاتو لپاره د تمویل کچه د اندېښې وړ ټيټې کچې ته رسېدلې او د ښځو کار بندیز دا ستونزه لا زیاتوي. موږ د افغانستان نارینه‌وو، ښځو او ماشومانو ته د مرستو رسولو په برخه کې خپلې ژمنې بیا ځل تکراروو او خپلو موخو ته باید په سم او اغېزناک ډول ورسیږو.»


بلخو د سیاسي چارو شنونکي بیا په دې اند دي،چې د سرپرست حکومت له لورې بندیزونو نه یوازې دا چې بشري مرستې اغېزمنې کړي، بلکې له نړۍ سره د تعامل نشتون او له رسمیت پېژندلو څخه واټن یې هم رامنځته کړی دی.


افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (یوناما)دا څرګندونې او اندېښنې وروسته له هغې دي، چې سرپرست حکومت د یوناما په دفترونو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه.  


خو تر دې وړاندې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو تړل، له روغتیايي مرکزونو پرته په غیر دولتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز او یو شمېر نور محدویتونه هغه موارد دي، چې نړۍ یې اسلامي امارت څخه د حل غوښتنه کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی
افغانستان

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مارچ 17, 2026
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی
افغانستان

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي
افغانستان

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې
افغانستان

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي
افغانستان

پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

مارچ 17, 2026

وروستي خبرونه

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مارچ 17, 2026
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist