Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ترکیه یو ځل بیا په سوریه کې پوځي عملیات پیلوي

admin by admin
2019/08/05

د ترکیې ولسمشر اردوغان وايي، له روسیې او امریکا سره یې دا خبره شریکه کړې چې د فرات سیند څنډو کې  تصفیوي عملیات کوي.

اخوا د سوریې ایدلیب ښار کې د اوربند له اعلان وروسته متحدو هیوادونو د سترو خوندي ځایونو جوړولو خبر ورکړی دی.

ترکیه وايي، د دغو عملیاتو موخه یې د فرات سیند څنډو ته د کردي ځواکونو له منځه وړل دي چې ترکیې ته یې ګواښ پیښ دی.

تر اوسه په دې عملیاتو کې زیات کردي ځواکونه له خپلو سیمو وتلو ته اړ شوي او ځپل شوي دي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي دا خبرې یې تازه له روسیې او امریکا متحده ایالاتو سره هم شریکې کړې دي.

د ترکیې ولسمشر، رجب طیب اردوغان وايي، ((اوس به موږ د فرات ختیځو سیمو ته ننوځو. موږ دا مالومات له روسیې او امریکا سره هم شریک کړي دي. دا نور موږ ته ناممکنه ده چې د پولې پر سر د عملیاتو لپاره تر ډیره غلي پاتې شو.))

اردغان دغه خبرې داسې مهال کوي چې په ایدلیب کې له اوربند وروسته د بیا رغونې او خوندي ځایونو جوړولو مسوولیت هم ور په غاړه دی.

د ایران، ترکیې او روسیې ترمنځ د تړون له مخې دغه هیوادونه اړ دي چې په ایدلیب کې څلور ستر خوندي ځایونه جوړ کړي.

په دغو خوندي ځایونو کې به هغه خلک اوسیږي چې د جګړې له سیمو تښتیدلي او اوس د اوسیدو ځای او سرپناه نه لري.

هغه کرد ځواکونه چې په شمالي برخو کې اوسیږي د امریکا له کلک ملاتړ برخمن دي او له داعش ډلې سره یې څو کلنه جګړه کړې خو ترکیه یې بیا د ځان لپاره ګواښ بولي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist