Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

امریکا: افغانستان کې خپل سرتېري کموو

admin by admin
2019/08/05

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا ویلي، له افغانستان به د خپلو ځواکونو شمېر کم کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو یو ځل بیا ټینګار کړی چې ټرمپ په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر کموي.

پامپیو ویلي، ټرمپ په دې هڅه کې دی چې له ډیپلوماټیکو لارو له افغانستانه د خپلو ځواکونو او پوځي تجهیزاتو ایستلو ته زمینه برابره کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپيو چې اسټرالیا ته تللی، په یوه خبري کنفرانس کې یې ویلي، ولسمشر ډونالډ ټرمپ غواړي ډاډه شي چې افغانستان یو ځل بیا امریکا ته پر یو ګواښ نه بدلېږي.

له دې سره د اسټرالیا دفاع وزیرې ویلي، افغانستان کې د جګړې ختمول پوځي حل نه لري او یوازې له سیاسي لارو د حل وړ ده.

د استرالیا د دفاع وزیرې لینډا رینولدس ویلي، د افغانستان د راتلونکي په تړاو د استرالیا دریځ د سولې د خبرو اترو پایله روښانه کوي.

له دې سره ویل کېږي، د امریکا او طالبانو د هوکړې له مخې به امریکا کې د ۲۰۲۰ ټاکنو پورې ټول بهرني ځواکونه افغانستان پرېږدي، امنیتي تړون به لغوه شي، طالب مشران به له تور لېسته وایستل شي او بندیان به یې ازاد شي.

د طالبانو د قطر سیاسي دفتر یو غړي مولوي شهاب الدین دلاور ويلي، د سولې هوکړه به د نړیوالو شاهدانو په حضور کې اعلانېږي، چې تر هغې وروسته به د ټاکل شوي مهالوېش سره سم په بشپړ ډول بهرني ځواکونه له افغانستان ووځي.

دلاور ويلي، امریکا سره د سولې هوکړې وروسته افغان سیاسي جهتونو سره بین الافغاني مذاکرات پیلوي، چې افغان حکومت به هم د یو سیاسي جهت په توګه دې خبرو کې ونډه اخلي.

مولوي شهاب الدین دلاور ویلي، اوربند، د اسلامي نظام قایمېدل او د اساسي قانون تعدیل د بین الافغاني مذاکراتو د اجنډا برخه ده.

د سولې خبرو لپاره د حکومت چمتووالی

له دې سره ویل کېږي چې د حکومت او سیاسیونو تر منځ د سولې پنځلس کسیز مذاکراتي پلاوي پر سر اختلافات رامنځته شوي دي.

ځینو سرچینو یو شمېر رسنیو ته ویلي، اختلافات ځکه رامنځته شوي، چې دیارلس تنه غړي یې حکومتي چارواکي دي.

سرچینو ویلي، د یاد هیئت ۱۲ تنه غړي د حکومت چارواکي دي، چې د حکومت او سیاسونو ترمنځ د اختلافاتو لامل شوی دی.

دا اختلافات په داسې حال کې دي چې د طالبانو او متحده ایالاتو ترمنځ په دوحه کې د سولې مذاکرات د بریالیتوب په درشل کې روان دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist