پخواني ولسمشر حامد کرزي د چهارشنبې پر ورځ د (۱۴۰۲ کال د غويي پر ۱۳ مه) په کابل کې د جاپان له سفیر تاکاشي اوکادا سره په کتنه کې په بېلابېلو موضوعاتو خبرې کړي.
د کرزي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې حامد کرزي او تاکاشي اوکادا په دې کتنه کې د افغانستان پر روان وضعیت خبرې کړې دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، کتنه کې سربیره پر دې چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو پر پرانېستلو او کار ته د ښځو پر بېرته ستنیدو ټینګار شوی او د دوحې ناستي پایلو ته تمه ښودل شوې ده.
په دې ناسته کې د افغانستان د ستونزو د حل او د تلپاتي سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د ملي دیالوگ پر ژر تر ژره پیل او د بین المللي هڅو پر دوام هم ټینګار شوی دی.