Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
امریکا د لادرکه شوي عرب ژورنالیست په اړه اندیښنه ښودلې

یوناما: د چاودنو له امله د ملکیانو مرګ ژوبله ۲۱ سلنه زیاته شوې

shamshadnews by shamshadnews
2018/10/08

افغانستان کې د چاودنو له امله د ملکي وګړو مرګ ژوبله ۲۱ سلنه زیاته شوې

په افغانستان کې د چاودنو له امله د ملکي وګړو مرګ ژوبله د تېر ۲۰۱۷ م کال په پرتله یوویشت سلنه لوړه شوې.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر یا یوناما په خپل تازه راپور کې ویلي، د ۲۰۱۸ م په نهو میاشتو کې د ځانمرګو بریدونو او په ملکي ځایونو کې له جګړې پاتې شویو چاودېدونکو توکو له درې نیم زرو زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې.

د یوناما راپور له مخې، ((  د ځانمرګو او ناچاوده توکو له امله د ملکي وګړو مرګ ژوبله په زیاتېدو ده. پر ملکي وګړو د دولت ضد وسله والو بریدونه زیات شوي. د ۲۰۱۸ م له جنوري میاشتې څخه د سپټمبر تر دېرشمې نېټې زموږ موندنې ښکاره کوي چې د ځانمرګو او چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله  “۱۰۶۵ کسان وژل شوي او ۲۵۶۹ نور ټپیان شوي دي، په دغه شمېر کې ۷۲ ښځې وژل شوي او ۱۷۵ نورې ټپیانې شوې دي. همداراز ۱۵۵ ماشومان وژل شوي او ۴۵۳ نور ټپیان شوي دي. د ناچاوده توکو له امله د ماشومانو او ښځو مرګ ژوبله په بې سارې ډول زیاته شوې ده.))

د یوناما لخوا په یوه اعلامیه کې تدامیچي یاماموتو په جګړه کې پر ټولو ښکېلو خواوو غږ کړی چې په ملکي ځایونو کې دې نور چاودېدونکي توکي نه پرېږدي.

راپور کې ویل شوي، دغو ناچاودو توکو د ښځو، ماشومانو، پوهنتون زده کوونکو، ډاکترانو، د کرکټ لوبغاړو، جوماتونو او روزنیز ځایونو کې له خلکو ژوند اخیستی.

ملګرو ملتونو د ملکي وګړو وژل جنګي جنایت بللی او ټینګار یې کړی چې دغه جنایت د زغم وړ نه دی.

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist