Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

خلیلزاد: امریکا د یوې ښې هوکړې لپاره چمتو ده 

admin by admin
2019/08/03

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، امریکا د یوط ښې هوکړې لپاره چمتو ده.

ښاغلي خلیلزاد ویلي، افغانستان کې د امریکا حضور په حالاتو پورې تړاو لري او هر ډول وتل هم په وضعیت پورې مشروط دی.

خلیلزاد په خپل ټویټر لیکلي، طالبانو یوې هوکړې ته د رسیدو لپاره شین څراغ ورکړی.

د خلیلزاد په ټویټر کې راغلي چې امریکا د سولې د هوکړې په لټه کې ده نه د ځواکونو د ویستلو د هوکړې .

ټاکل شوې چې نن به دوحه کې امریکا او طالبان د اتم پړاو خبرې له سره پیل کړي.

له افغانستان او پاکستان د امریکا غوښتنه

افغانستان او پاکستان باید ډاډ ورکړي چې خپله خاوره یو د بل په ضد نه کاروي.

د افغان سولې لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، د سولې راوستو لپاره اړتیا ده چې کابل او اسلام اباد ډاډ ورکړي چې له خپلې خاورې یو بل ته ګواښ نه پېښوي.

خلیلزاد د پاکستان له یو شمېر جګپوړو چارواکو سره په لیدنه کې په سوله کې د اسلام اباد پر ونډه او په دې بهیر کې د دغه هېواد پر مثبتو ګامونو غږیدلی.

خلیزاد د جمعې په ورځ پاکستان ته له خپل سفر وروسته قطر ته تللی چې هلته له طالبانو سره پر افغان سوله د خبرو بل پړاو کې ګډون وکړي.

پاکستان کې د امریکا سفارت هم د خلیلزاد خبرې تائید کړي چې ویلي یې دي د تلپاتې سولې لپاره باید له پاکستان او افغانستان داسې باوري تضمینونه واخیستل شي چې د یوه لوري خاوره به هم د بل ګواښلو لپاره نه کارېږي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي
روغتیا

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
اقتصاد

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist