ملګرو ملتونو سږ کال د مې درېیمه د رسنیو نړیوالې ورځې په مناسبت د سږ کال شعار د وینا خپلواکي او د رسنیو نه سانسورول دی.

یاد سازمان ویلي، چې د وینا خپلواکي د نورو بشري حقونو لپاره یو الهام دی.

یونیسکو بیا د دغې ورځې په تړاو په ټوله نړۍ کې د خبریالانو خوندیتوب غوښتنه کړې ده.

په ټوله نړۍ کې د رسنیو د ازادۍ نړیواله ورځ په داسې حال کې نمانځل کېږي، چې د خبریالانو د ملاتړ د بنسټونو رسمي شمېرو له مخې ،واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو راهیسې شااوخوا ۸۰ سلنه ښځینه خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړي او ګڼ شمېر رسنۍ د بېلابېلو عواملو له امله تړل شوي دي.

په همدې حال کې ګڼ شمېر خبریالان او د رسنیو کارکوونکي مالوماتو ته د نه لاسرسي له ستونزو شکایت کوي،خو اسلامي امارت بیا وایي، رسنیو ته پر وخت د اطلاعاتو ورکړې ته ژمن دي.

ملګري ملتونه بیا د مې درېیمه د رسنیو د ازادۍ نړیواله ورځ مهمه ګڼي،چې حکومتونو ته د رسنیو ازادۍ برخه کې د دوی ژمنې ور یادې کړي.

دغه سازمان د رسنیو له مشرانو هم غوښتي دي،چې د خپلو رسنیزو فعالیتونو پر مهال د بیان آزادۍ اصل او مسلکي چلن باید په پام کې ونیسي.
/*! elementor - v3.11.5 - 14-03-2023 */ .elementor-heading-title{padding:0;margin:0;line-height:1}.elementor-widget-heading .elementor-heading-title[class*=elementor-size-]>a{color:inherit;font-size:inherit;line-height:inherit}.elementor-widget-heading .elementor-heading-title.elementor-size-small{font-size:15px}.elementor-widget-heading .elementor-heading-title.elementor-size-medium{font-size:19px}.elementor-widget-heading .elementor-heading-title.elementor-size-large{font-size:29px}.elementor-widget-heading .elementor-heading-title.elementor-size-xl{font-size:39px}.elementor-widget-heading .elementor-heading-title.elementor-size-xxl{font-size:59px}
شریک یې کړئ