Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ګوتریش: د دوحې ناسته د ا.ا رسمیت پېژندنې لپاره نه وه جوړه شوې

Berlin, Germany - November 04: Antonio Guterres, High Commissioner for Refugees of UNHCR, attends a press conference in german foreign office on November 04, 2015 in Berlin, Germany. (Photo by Michael Gottschalk/Photothek via Getty Images)

ګوتریش: د دوحې ناسته د ا.ا رسمیت پېژندنې لپاره نه وه جوړه شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/05/03

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوتریش د دوحې ناستې په پای کې په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، د دوحې ناسته د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو لپاره نه، بلکې د یوه ګډ نړیوال دریځ د رامنځته کولو لپاره جوړه شوې وه.

ګوتریش زیاته کړې، په دغه ناسته کې د سیمې او نړۍ هېوادونه د افغانستان په اړه پر یوې ګډې تګلارې سلا شوي دي.


نوموړي که څه هم د دې ګډې تګلارې او دریځ په اړه ډېر جزئیات نه دي ورکړي،خو په وینا یې راتلونکې کې به ورته بله ناسته هم جوړه کړي،خو د وخت او ځای په اړه یې مالومات نه دي ورکړي.

د هغه په وینا د دې ناستې ګډونوالو هوکړه کړې،چې له اسلامي امارت سره ښکېلتیا لپاره یوې داسې ستراتېژۍ ته اړتیا ده،چې د افغانستان له ثبات او همدا راز د نورو مهمو اندېښنو ځوابولو سره مرسته وکړي.


ګوتریش همدارنګه ویلي،د دغې ناستې ګډونوالو د ترهګرو ډلو حضور، د پراخ بنسټه حکومت پر نشتوالي،د ښځو او نجونو پر وړاندې د سرپرست حکومت د وروستیو پرېکړو په ګډون د بشري حقونو وضعیت او نشه ‌يي توکو په هکله اندېښنې څرګندې کړې.


انټونیو ګوتریش د افغانستان اوسنی وضعیت دا مهال نړۍ کې تر ټولو ستر بشري کړکېچ یاد کړی او په وینا یې ۹۷ سلنه افغانان بې وزلۍ کې ژوند کوي او دا چې دوه پر درېیمه برخه افغانان به چې ۲۸ میلیونه کېږي، د ژوندي پاتې کېدو لپاره سږ کال بشري مرستو ته اړتیا ولري.

د ګوترېش په وینا شپږ میلیونه افغانان،چې ماشومان او‌ ښځې هم په کې شاملې دي، لوږې ته له ورته وضعیت یوازې یو ګام لرې دي.


د ملګرو ملتونو عمومي منشي ویلي،دغو اړمنو خلکو ته د رسېدو لپاره ۶.۴ میلیارد ډالرو ته اړتیا لري،په داسې حال کې چې نږدې ۲۴۹ میلیونه ډالره ترلاسه شوي،چې د ټولې اړتیا وړ بودیجې یوازې ۴.۶ سلنه جوړوي او د بشري مرستو لپاره بودیجه یوازنۍ اندېښنه نه ده.


د نوموړي په وینا په افغانستان کې د دوی د بشری مرستو ډېری ویشونکي افغانان او ښځې دي،چې د ښځو پر کار وروستی بندیز هم د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کړی او په وینا یې د ښځو او نجونو پر حقونو د دوامداره سیستماتیکو بریدونو په تړاو غلي نه پاتې کېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist