Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
تحلیل کوونکي: د قطر ناستې ته د ا.ا چارواکو نه بلل د غونډې پایلې بې اغیزه کوي

تحلیل کوونکي: د قطر ناستې ته د ا.ا چارواکو نه بلل د غونډې پایلې بې اغیزه کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/05/01

ټاکل شوې ده،چې نن دوشنبه د( ۱۴۰۲ کال د  غويي پر ۱۲ مه) د قطر پلازمېنه  دوحه کې د افغانستان په تړاو د ملګروملتونو عمومي منشي انټونیو ګوتیرش پر مشرۍ ناسته جوړه شي، چې د شااوخوا ۲۲ هېوادونو استازي په کې د ګډون لپاره ور بلل شوي دي.

د  ملګرو ملتونو ویاند سټيفن دوجاریک وړمه ورځ اعلان وکړ،چې د قطر ناسته کې یې د ګډون لپاره د اسلامي امارت استازو ته بلنه نه ده ورکړې.


د سیاسي چارو یوشمېر تحلیل کوونکي په دې باور دي، که د افغانستان حکومت ته د ګډون بلنه ورنه کړل شي،نو دغه کنفرانس به د افغانستان په وضیعت هېڅ ډول اغیز ونه کړي او نه به هم شته ستونزې حل کړي.


دوی وايي، غوره لار داده،چې د نړیوال امنیت لپاره باید له اسلامي امارت سره مخامخ خبرې وشي او له دې پرته هر ډول ناستې او کنفرانسونه پایلې نه ورکوي.

د سیاسي چارو تحلیل کوونکی هاتف مختار وايي:« که په دغه کنفرانس کې د افغانستان اسلامي امارت استازي ته بلنه ورنه کړل شي،نو دغه کنفرانس به د افغانستان قضیې له ستونزې سره هېڅ مرسته ونه کړي، اسلامي امارت په افغانستان کې یو واقیعت دی، دا باید ومنل شي، که نړۍ غواړي پر نړیوال امنیت په دې منطقه کې خبرې وکړي، نو غوره لار داده، چې اسلامي امارت سره دې مخامخ خبرې وکړي،پرته له دې د دې کنفرانس پریکړې به د افغانستان د ملت لپاره د منلو وړ نه وي.»


تحلیل کوونکي وايي، که اسلامي امارت ته بلنه ورکړل شوې وی،نو استازي به یې د حکومت په تړاو  د نړیوالو نیوکې او پوښتنې له نږدې ځواب کړې وې،چې له دې سره به چارې مثبت لور ته تللې وې.

دوی په دې باور دي،چې د قطر کنفرانس ته د افغانستان نه بلنې لامل به په دغه ناسته کې د ملګرو ملتونو ځینې داسې پریکړې وي،چې ښايي د افغانستان پر ګټه نه وي.

دخلاصون لارې شورا مشر سید اکبر اغا وايي:« ښه خبره خو به داوه،چې له طالبانو یو څوک تللي وی او هلته یې د افغانستان نماینده ګي کړې وی او د افغانستان په اړه به یې وضاحت ورکړی وی، کومې نیوکې چې دوی د افغانستان پر حکومت درلودلی هغو ته به یې ځواب ورکړی وی، چې خبره مثبت لوري ته تللې ویی او افغانستان به له دې ستونزو خلاص شوی وی.»


تحلیل کوونکي وايي، اوس له ملګرو ملتونو او د ناستې له ګډونوالو  یې غوښتنه داده،چې لا هم وخت شته دی، اسلامي امارت ته دې  بلنه ورکړي او د افغانستان حکومت د رسمیت پیژندنې په تړاو دې غور وشي.

د سیاسي چارو تحلیل کوونکی نجیب الله جامع وايي:« افغانانو انتظار درلود،چې په دغه ناسته کې د افغانستان حکومت رسمي استازی حضور ولري،ځکه که د حکومت استازی نه وي افغانستان د یو طرف په توګه باندې څنګه مسوول وبلل شي او د حکومت  استازي حضور د نړۍ او افغانستان ترمنځ تعامل ښه شرایط برابرولی شي. زموږ غوښتنه داده، نه یوازې دا چې د افغانستان استازي ته په دغه غونډه کې وخت ورکول شي،بلکې له افغانستان سره له نږدې تعامل کې د افغانستان په رسمیت هم غور وشي.»


په ورته وخت کې د ملګرو ملتو عمومي منشي انټونیوګوتیرش په خپلو تازه څرګندونو کې له کابل غوښتي دي،چې د ښځو کار او زده کړو په تړاو خپلې پریکړې بېرته واخلي.

ګوتیرش د بشري مرستو رسولو لپاره د ښځو په برخه کې د اسلامي امارت له لوري لګول شي بندیزونو لرې کول مهم ګڼلي.

هغه زیاته کړې:« د ټولو هغو اقداماتو او پریکړو بېرته اخېستل،چې د ښځو  کار کولو حقونه محدودوي، افغانستان کې میلیونونه هغو کسانو ته،چې بشري مرستو ته اړتیا لري اړین دي. افغانان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري او ښځې دې برخه کې اړینې دي،چې د رسولو ډاډ یې تر لاسه شي.»


له هغې وروسته،چې په افغانستان کې د یوناما او د ملګرو ملتونو نورو ادارو کې هم د ښځو پر کار بندیز ولګول شو،نو نړۍ د خپلو مرستو د بندولو ګواښ وکړ.


 اوس اندیښنې دادي،که وضیعت په همدې توګه دوام وکړي، زیان به یې یوازې افغان ولس ته ورسیږي او اقتصادي وضیعت به خراب او بشري بحران به لا پسې پراخ شي،چې هغه مهال به یې بیا مخنیوي اسانه نه وي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist