Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

شپږو میاشتو کې ۴زره ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې

admin by admin
2019/07/30

یوناما وايي، په تېرو شپږ میاشتو کې نږدې ۴زره ملکي وګړو ته مرګ  ژوبله اوښتې.

کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندويه اداره يا (يوناما) وايي، د روان ميلادي کال په نيمايي کې نږدې څلور زره ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ملکي مرګ ژوبلې اته دېرش سلنه پړه پر طالبانو اچول شوې، خو طالبانو د یوناما دا راپور یو طرفه یاد کړی دی.

یوناما د ۲۰۱۹ کال په لومړيو شپږو مياشتو کې د ملکي تلفاتو ارقام د سه شنبې په  ورځ له رسنيو سره شريک کړل.

په دغه راپور کې داسې ښکاري چې د تېر کال همدې مودې په پرتله د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې ګراف ټيټ دی.

د يوناما راپور کې راغلي ((۳۸ سلنه مرګ ژوبله د طالبانو لخوا رامنځته شوې، چې ۴۲۳ تنه يې وژلي او ۱۰۱۴ يې ټپيان کړي دي، ۱۸ سلنه مرګ ژوبله د افغان امنيتي ځواکونو لخوا رامنځته شوې، چې ۲۶۳ يې وژلي او ۴۲۲ نور يې ټپيان کړي، ۱۲ سلنه د نړيوالو ځواکونو لخوا رامنځته شوې، چې ۳۱۴ يې وژلي او ۱۴۳ نور يې ټپيان کړي دي، ۱۲سلنه په مشترکه توګه رامنځته شوې، چې ۱۱۸ يې وژلي او ۳۲۹ يې ټپيان کړي، ۱۱ سلنه يې داعش ډلې لخوا رامنځته شوې، چې ۸۹ يې وژلي او ۳۳۴ نور يې ټپيان کړي .))

د ملي امنيت شورا ویاند کبير حقمل داسې وویل (( د یوناما دې رپوټ یو وار بیا ثابته کړه، چې د ملکیانو د مرګ ژوبلې ډېره برخه د دولت د مخالفینو لخوا رامنځته شوې، دوی ملکیان په نښه کوي او هغوی د سپر په توګه استعمالوي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه په عملیاتو کې له ډېر احتیاط کار اخلي، موږ پر دولتي او دولت پلوو ځواکونو ډېر قیودات وضع کړي او دا مو ترې غوښتي چې د جګړې پرمهال باید اصول او قوانین مراعات شي.))

طالبانو بیا د یوناما راپور یو طرفه او له حقیقت لیرې یاد کړی دی.

طالبانو ویلي ))د طالبانو له لوري په ملکي خلکو باندې په هيڅ ځای کې هم قصدي او هدفي برید نه دی شوی. خو د یوناما په راپور کې بیا هم اسلامي امارت ته د ټولو ملکي تلفاتو ۳۸ سلنه٪ منسوب شوې چې په واقعیتونو ولاړه نه ده ((.

يوناما له ښکېلو خواو غوښتي، چې ملکي مرګ ژوبلې ته جدي پاملرنه وکړي او د قطر بين الافغاني ناستې هوکړې ته درناوی وکړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist