د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف اسلامي امارت افغانستان کې یو حقیقت بللی دی،چې باید خبرې ورسره وشي.
سرګي لاوروف چې د امریکا نیویارک ښار کې خبریالانو ته خبرې کولې ویلي، د افغان حکومت د رسميت پیژندنو لپاره د ټولشموله حکومت تشکیل ترڅنګ د نجونو او ښځو حقونو تامین کلیدي ټکي دي.
لاوروف زیاته کړې:« موږ په دې باور یو،چې طالبان یو حقیقت دی او له هغوی سره مذاکرات مهم دي، خو په ورته وخت کې موږ د دوی حکومت تر هغې په رسمیت نه پیژنو،چې پر خپلو کړیو ژمنو یې عمل نه وي کړی. دوی باید داسې ټولشموله حکومت رامنځته کړي، چې نه یوازې په قومي کچه وي، بلکې ټولې سیاسي خواوې په کې برخه ولري. دوی موږ ته وایي،چې حکومت کې یې ازبک، هزاره او تاجک شامل دي،خو حقیقت دا دی،چې هغوی هم طالبان دي.»
سرګي لاوروف د تېر په څېر یو ځل بیا پر امریکا تندې نیوکې کړي او ادعا یې کړې ده،چې د افغانستان اوسني وضعیت لامل لویدځ دی،ځکه خو باید اوس له خبرو پر شا نه شي.
دغه راز سرګي لاوروف ویلي لویدیځ افغانستان کې له ۲۰ کلن حضور سربېره هلته هېڅ ونه کړل.
هغه زیاته کړې:« د افغانستان د ستونزې د حل لپاره د ملګرو ملتونو سرمنشي غونډه جوړوي او ښکاره ده،چې موږ به هم په کې ګډون کوو. لویدیځ دې هم له خبرو نه پر شا کیږي،ځکه هغوی ۲۰ کاله په افغانستان کې حضور درلود،خو هلته یې د اقتصادي ودې لپاره هیڅ نه دي کړي. د مخدره توکو کرکېله د پام وړ زیاته شوې.»
لاوروف له امریکا غوښتي دي،چې د افغانانو کنګل کړې پیسې دې آزادې کړي،ځکه په خبره یې همدا پیسې د افغانستان اقتصادي ستونزې حل کولی شي.
نوموړی زیاتوي:« د افغانستان د اقتصادي پرمختګ لپاره پیسې خورا اړینې دي،هغه پیسې چې امریکا کنګل کړي دي او د خپلو خلکو په ګټه یې کاروي. امریکا باید دا پیسې خلاصې کړې او د ټولو هغو اقتصادي زیانونو او افغانانو ته اړولو زیانونو تاوان هم ورکړي،چې د امریکا له خوا رامنځته شوي دي.»
روسیه داسې مهال له اسلامي امارت سره د مذاکراتو خبره کوي،چې ټاکل شوې ده، د راتلونکې مې میاشتې په پیل کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي د افغانستان په اړه یوه بې سارې غونډه جوړه کړي،چې د سیمې او نړۍ هېوادونو ګڼ استازي به په کې ګډون وکړي.