د ترهګرۍ په ځاله د افغانستان د بدلېدو په تړاو پنټاګون ته منصوب اسناد،چې واشنګټن پوسټ نشر کړي، پراخ غبرګونونه لري.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازيزلمي خلیلزاد پر خپل ټویټر پاڼه دغه راپورغیر موجه بللی.
خلیلزاد زیاته کړې:« څو ورځې وړاندې واشنګټن پوسټ ورځپاڼې لیکلي ول،چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرۍ په ځاله بدل شوی دی. دوی دا قضاوت د پنټاګون د یوه افشا شوې سند پر اساس کړی وه، خو دغه احساس پاروونکې مبالغه غیر موجه ده.»
خلیلزاد د امریکا دفاع وزارت دغه افشا شوی سند،چې افغانستان په کې د داعش د همغږۍ ځاله بلل شوې وه او امریکا او د هغو پر متحدینو د بریدونو د پلان او د ترهګرۍ د پراخېدا په هکله یې اندېښنې څرګندې کړې وې رد کړي او د القاعدې، داعش او ورته وسله والو ډلو پر وړاندې یې د اسلامي امارت مبارزه له هغه څه نه پورته بللې،چې اټکل یې شوی وه.
هغه زیاتوي:« له افغانستانه د ترهګرۍ پراخېدل یوه له هغو وېره څخه وه،چې د امریکا له وتلو سره تړلې وه؛خو داسې نه دي شوي. القاعده د پام وړ توګه کمه شوې او اوس مهال په افغانستان کې تر بل هر وخت ډېره کمزورې ده. د داعش خراسان په تړاو، طالبان دوی خپل سرسخته دوښمنان ګڼي او پر وړاندې یې پرله پسې مرګوني بریدونه کړي او د دوی ګڼ مشران یې وژلي دي.»
زلمي خلیلزاد دغه راز د ترهګرۍ د احتمالي ګواښونو د له منځه وړلو لپاره په دې برخه کې نړۍ له اسلامي امارت سره ګډې همکارۍ ته رابللې او په دې برخه کې یې د عملي ګامونو په پورته کولو ټینګار کړی دی.
نوموړي زیاتوي:« په ورته وخت کې موږ باید له طالبانو سره د ترهګرۍ ضد مبارزې او جیوپولیټیکي منافعو په برخه کې عملي چلن وکړو او د افغانانو د بشري حقونو په اړه خپلې اندېښنې څرګندې کړو.»
بلخوا د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان هېواد کې د وسله والو ډلو پر وړاندې د اسلامي امارت مبارزه او جدیت ستایي.
د امریکا دغه پخوانی چارواکی داسې مهال د ترهګرۍ پر وړاندې د اسلامي امارت روانه مبارزه ستایي، چې تازه د امریکا پولېټیکو ورځپاڼې، د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي له خولې خبر ورکړی دی،چې اسلامي امارت هغه کس وژلی دی،چې په ۲۰۲۱ کال کې یې د افغانستان په هوایي ډګر کې خونړی برید وکړ،چې په کې څه باندې ۱۷۰ تنه ملکي افغانان او ۱۳امریکايي سرتېري وژل شوي ول.