د اسلامي امارت د واک له لومړیو د ښځو او نجونو د حقونو او ګڼو نورو موضوعاتو پر سر له نړیوالو سره ناندرۍ دوام لري.

د اروپایي پارلمان یوې غړې هانا نیومن نیوکه کړې،چې اسلامي امارت د ښځو حقونو ته ژمن نه دی او له دوی یې حقه حقونه اخېستي.

نیومن زیاته کړې:« طالبانو د ښځو او زده کړو پر وړاندې نوي بریدونه پیل کړي دي، یو نیم کال وروسته له هغه چې دوی واک ته رسیدلي، ښځې د ژوند له ټولو چارو منع شوې دي. زده کړې یې نشته، پارک ته تلل نشته، کار کول نشته او د دوی وروستی فرمان همدا دی،چې ښځې نورې اجازه نه لري،د ملګرو ملتونو ادارو کې کار وکړي. طالبانو په وروستیو پرېکړو له یو میلیون د زیاتو افغانانو ژوند چې له لوږې سره مخ دي قرباني کوي.»

د اروپايي پارلمان دې غړې غوښتنه کړې،چې افغانان باید هېر نه شي او له اغېزمنو سره یې باید مرستې وغځول شي.

دغه رار نیومن د اسلامي امارت د سرپرست حکومت د رسمیت پېژندنې په اړه د فکر نه کولو وړاندیز کړی دی.

هغه زیاتوي:« زه پوهیږم،چې د دې لپاره هېڅ اسانه ځواب او اسانه حل لاره نشته،خو دا په حقیقت هغه څه دي،چې موږ نه شو کولی دوی ته شاه وګرځو او یا یې له پامه وغورځوو. همدا لامل دی،چې موږ باید ډېر په احتیاط سره وګورو،چې دې هېواد کې څه پېښیږي. ولې باید موږ ان د طالبانو د رسمیت پیژندو په تړاو فکر هم ونه کړو.»

دا لومړی ځل نه دی،چې د افغانستان په تړاو دا ډول څرګندونې کیږي، بلکې له دې وړاندې هم ورته خبرې شوي دي.

خو د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي بیا په دې اند دي،چې بهرنیان افغانستان کې خپلې سیاسي موخې لري،نو ځکه نه غواړي د اوسني سرپرست حکومت د رسمیت پېژندنې موضوع مطرح شي.

که څه هم په دې وروستیو کې د اسلامي امارت د رسمیت پيژندنو په تړاو بحثونه زیات شوي،خو شنونکي په دې باور دي، تر هغې چې د نړیوالو غوښتنې د ښځو او نجونو کار او زده کړې ترڅنګ ځینې نورې غوښتنې ونه منل شي،د اسلامي امارت رسمیت پېژندنه به اوس مهال ستونزمنه وي.
/*! elementor - v3.11.5 - 14-03-2023 */ .elementor-heading-title{padding:0;margin:0;line-height:1}.elementor-widget-heading .elementor-heading-title[class*=elementor-size-]>a{color:inherit;font-size:inherit;line-height:inherit}.elementor-widget-heading .elementor-heading-title.elementor-size-small{font-size:15px}.elementor-widget-heading .elementor-heading-title.elementor-size-medium{font-size:19px}.elementor-widget-heading .elementor-heading-title.elementor-size-large{font-size:29px}.elementor-widget-heading .elementor-heading-title.elementor-size-xl{font-size:39px}.elementor-widget-heading .elementor-heading-title.elementor-size-xxl{font-size:59px}
شریک یې کړئ