د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ د دوشنبې پر ورځ ( د ۱۴۰۲ کال د غويي پر ۴ مه) د ناروۍ د کډوالۍ شورا له مشر یان ایکلینډ سره د افغانستان په تړاو خبرې کړي دي.
وېسټ پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، په دې اړه مو خبرې وکړې، چې څنګه او په کوم ډول له اړمنو افغانانو سره بشري مرستو ته دوام ورکړو.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي قطر او ترکیه کې هم وړاندې له یو شمېر افغانانو سره کتلي او په ځینو مسایلو یې ورسره خبرې کړي.
د ناورې ګډوالۍ شورا مشر هم څه موده مخکې افغانستان ته راغلی وه او د اسلامي امارت له چارواکو سره یې په دې خبرې وکړې،چې موسسو کې ښځو ته د کار اجازه ورکړي.
له هغې وروسته چې اسلامي امارت په کور دننه بهرنيو موسسو کې د ښځو پر کار تر بل امره بندیز وضع کړ، ډېری بهرنۍ مرستیندویه موسسو خپل فعالیتونه محدود کړل او له سرپرست حکومت د دې پرېکړو د بېرته اخېستلو غوښتنې کوي.