Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
شنونکي: نړۍ افغانستان کې خپلې اقتصادي موخې لري

شنونکي: نړۍ افغانستان کې خپلې اقتصادي موخې لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/04/25

ټاکل شوې ده،چې د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انټونیو ګوتریش پر مشرۍ قطر کې دوه ورځنۍ ناسته جوړه شي او په کې به د افغانستان په تړاو بحثونه وشي.

د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي وايي، د افغانستان په تړاو  د نړیوالو نظر بدل شوی او په دې لټه کې دي، چې د بندیزونو او فشارونو پر ځای چې په  تیرو دوه کلونو کې یې پایله نه ده ورکړې، د افغانستان له حکومت سره سیاسي  اړیکې ورغوي.

په افغانستان او د افغانستان له لارې په سیمه کې د نړۍ اقتصادي او سیاسي اهداف هغه څه دي چې د شنونکو په باور، پر همدې اساس به نړۍ اسلامي‌امارت په رسمیت وپیژني.

د سیاسي چارو شنونکی سرور نیازی وايي:« نړیوال په دې فکر کې دي،چې له اسلامي امارت سره خپلې سیاسي اړیکې ورغوي، د فشارونو او بندیزونو پایله ورنه کړه او د حل لار هم نه ده، نو هغه اقتصادي نورې موخې چې د نړۍ هېوادونه یې له افغانستان او یاهم د افغانستان له لارې ترلاسه کوي د هغې پر اساس دویی ضرورت لري،چې اسلامي امارت په رسمیت وپيژني او سیاسي اړیکې ورغول شي .»

ځینې نور په دې باور دي،چې  په تیرو دوه کلونو کې چې د افغانستان په تړاو کومې ناستې جوړې شوي پایلې یې نه دي ورکړي او د قطر ناسته به هم پایله ورنه کړي،خو اسلامي امارت ته پکار دي،چې له دغې ناستې وړاندې ځینې کورني مسایل چې له امله یې له نیوکو سره مخ دي حل کړي.

دوی وايي، له نړۍ سره له تعامل او تفاهم پرته به افغانستان ، افغانان او حکومت یې له سختو ستونزو سره مخ وي او د دغو ستونزو د حل لپاره باید افغان چارواکي جدي اقدامات وکړي.

د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي:«  کومې ناستې چې په نړۍ کې د افغانستان په اړه جوړې شوي دي،کومه مثبته پایله یې نه درلوده او دا ناسته به هم کومه پایله ونه لري. امارت اسلامي پرته له دې چې نړیوالو سره تعامل ونه کړي او یو تفاهم ته ورسره ونه رسیږي،دغو ستونزو سره به هم ولس هم هېواد او هم به خپله  اسلامي امارت مخامخ وي ، مخکې له دې چې د قطر ناسته پیل شي، دوی ( اسلامي امارت) باید د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه، د ښځو حقونه او کار مسلې حل کړي،چې په دې برخه کې پر اسلامي امارت د شته نیوکو مخنیوی وشي.»

د سیاسي چارو شنونکی نجیب الله جامې بیا په دې باور دی،چې په نړیواله  کچه له رامنځ ته شوي فرصت استفاده وشي او افغانستان له نړیوالې سیاسي او اقتصادي انزوا راوېستل شي.

جامې واي، هغه اصلاحات چې د اوسني اقتدار د پیاوړتیا او له نړۍ سره د تعامل لامل کیږي، باید په کوردننه ترسره شي.

د جامې  په باور نجونو ته د زده کړو او ښځو ته د کار ، د ولسونو رضایت ترلاسه کول ، د اساسي اقانون رامنځ ته کول ، د یوې پراخې افغاني جرګې رابلل او له سرپرست حالته د کابینې وېستل هغه مسایل دي،چې باید د چارواکو له لوري ترسره شي.

هغه زیاته کړې:« افغانستان باید له اوسنۍ انزوا راووځي،موږ باید له اوسني فرصتونو استفاده وکړو، په دې برخه کې د افغانستان حکومت مسوولیت دی،چې هغه اصلاحات چې په کور دننه د اقتدار پياوړتیا، د خلکو رضایت او له نړۍ سره د مثبت تعامل لامل کیږي باید رامنځ ته شي . د افغان نجونو د زده کړو ، د اساسي قانون رامنځ ته کولو ، د یوې پراخې افغاني لویې جرګې د راغوښتلو ، له سرپرست حالته د کابینې د وتلو او یو داسې انتخاباتو ته د تګ په برخه کې چې ټول افغاني جهتونو په کې د یوه باثباته او با اقتداره  افغانستان لپاره سره تعامل وکړي.»

په لومړیو کې د قطر ناستې  په تړاو د ملګرو ملتونو  عمومي منشي مرستیالې امینې محمد ویلي، چې دغه ناسته کې به د اسلامي امارت په رسمیت پیژندنې غور او بحث وشي،خو وروسته بیا د ملګرو ملتونو مطبوعاتي څانګې اعلان وکړ،چې ناسته د افغانستان په تړاو ترسره کیږي،خو د بحث اجنډا ټاکل یې  د ملګرو ملتونو غړو هېوادونو پورې تړاو لري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist