Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
دوجاریک: د ا.ا د رسمیت پیژندلو پریکړه د ملګرو ملتونوغړو هېوادونو لاس کې ده.

دوجاریک: د ا.ا د رسمیت پیژندلو پریکړه د ملګرو ملتونوغړو هېوادونو لاس کې ده.

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/04/21

د واک له لومړیو اسلامي امارت د نړیوالې ټولنې د رسمیت پیژندنې په لټه او غوښتنه یې کوي،خو دا چې د دواړو لورو ترمنځ پر ګڼو موضوعاتو مخالتونه شته، نو ځکه دغه پروسه کې هیڅ پرمختګ نه دی شوی.

وړمه ورځ د مګرو ملتونو سرمنشي مرستیالې ویلي ول، چې د اسلامي امارت د رسمیت پيژندو په تړاو بحثونه،چې ډېرو داسې انګیرلې د دې سازمان پرته کوم بل څوک دا واک او اختیار لري.

د ملګرو ملتو ویاند سټيفن دوجاریک د امینې محمد د خبرو په وضاحت کې ویلي،د اسلامي  امارت په رسمیت پیژندل د دې سازمان د غړو هېوادونه کار دی او د مرستیالې د خبرو موخه هم دا نه وه،چې کوم بل څوک یې واک لري.

دوجاریک زیاته کړې:«اجازه راکړئ،چې په روښانه ووایم. تر ټولو لومړی، د رسمیت پیژندلو موضوع په ښکاره ډول د غړو هېوادونو په لاس کې ده. دا یو حقیقت او د منشور مطابق موضوع ده،چې په اړه یې هېڅ پوښتنه نشته. زما په اند، د عمومي منشي مرستیالې هغه څه چې ویلي، لکه څرنګه چې تاسو پوهیږئ، هغه په حقیقت کې افغانستان کې د ښځو او نجونو د نه منلو وړ حقونو لپاره په لومړۍ کرښه کې مبارزې کوي. هغې تاسو ته دلته دا وضاحت درکړ، چې هغه په ​​کندهار، ​​کابل او هرات کې وه او د دې حقونو په تړاو یې د طالبانو له مشرانو سره مخامخ خبرې وکړې. زه فکر کوم،چې په پرنسټن کې هغې خپلو څرګندونو کې د افغانستان په اړه د نړیوالې ټولنې د همغږې تګلارې پر اړتیا یو ځل بیا ټینګار کاوه،چې موخه یې اوږدمهاله لید په اړه د ګډې زمینې موندل او په حقیقت کې یې چارواکو ته د یوه متحد پیغام رسول ول. دا اړینه ده،چې ډاډ ترلاسه شي،چې ښځې په افغاني ټولنه کې خپل حق لري. زما په اند،په هېڅ ډول د هغې د خبرو مانا دا نه وه،چې د غړو هېوادونو پرته بل څوک د رسمیت پیژندلو واک لري.»

دوجاریک د امینې محمد هغه خبرې هم تائید کړې،چې د عمومي منشي انتونیو ګوتریش په کوربتوب دوحه کې د افغانستان لپاره د بهرنیو هېوادونو د ځانګړو استازو ناسته جوړیږي.

هغه ویلي،چې له دې ناستې یې موخه د افغانستان په تړاو د سیمې او نړۍ هېوادونو اجماع رامنځته کول او له کابل سره د ښکیلیتا پیاوړي کول دي.

هغه زیاته کړې:« اجازه راکړئ، تاسو ته په دې اړه یو څه  معلومات درکړم. هو! په حقیقت کې به د مې میاشتې په لومړۍ او دویمه نیټه دوحه کې یوه غونډه جوړه شيؤچې د سرمنشي په کوربتوب به د افغانستان لپاره د بېلابېلو هېوادونو ځانګړي استازي په کې ګډون وکړي. زموږ لپاره د دې ډول کوچنۍ غونډې موخه دا ده،چې د افغانستان د وضعیت په اړه د دوامدارې لارې لپاره د ګډو موخو ترڅنګ  د نړیوالو ښکیلتیا بیا غښتلې کړو. سرمنشي ویلي او په دې باور دي،چې دا یو عاجل لومړیتوب دی،چې د ستراتیژیکو صبر سره یوځای د اصولو پراساس یوه تګلاره پرمخ یووړل شي او د انعطاف وړ ، اصولي او رغنده ښکیلتیا لپاره تګلاره رامنځته شي. دا خبرې اترې چې د تړلو دروازو تر شا ترسره کیږي، موخه یې دا ده،چې د راتلونکو ننګونو په اړه به د متحدې اجماع سره مرسته وکړي.»

که څه له لومړیو اسلامي امارت ویلي،چې د رسمیت پیزندنې ټول شرایط یې پوره کړي،خو هېڅ نړیواله او سیمه ییزه غونډه کې یې په تړاو خبرې نه دې شوي.

که  څه هم د ملګرو ملتونو له ویاند دوحې غونډه کې د طالب استازو د ګډون په اړه وپوښتل شول،خو هغه وضاحت ورنه کړ او نه هم تر دې دمه اسلامي امارت د ګډون د بلنې په تړاو کوم څه ویلي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي
افغانستان

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي
افغانستان

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
بېجینګ د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کړکېچ هوارولو ته چمتووالی ښودلی
افغانستان

ارومچي کې د خبرو پای؛ چین وايي افغانستان او پاکستان د کړکېچ په نه اوږدولو سلا شوي

اپریل 9, 2026
کرزی: پاکستان باید د راکېټونو په ځای پر علمي مرکزونو د افغان شخصیتونو نومونه کېږدي
افغانستان

ملګرو ملتونو ته د کرزي لیک: د پاکستان له لوري د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د نقض مخنیوی وکړئ

اپریل 8, 2026

وروستي خبرونه

افغان لاسي صنایع د نړیوال کېدو په لور: هراتي تسبېح د نړۍ په بازارونو کې ښه ځای لري

کندهار کې د تسبېح جوړولو صنعت شهرت، ستونزې او غوښتنې

اپریل 9, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي

کارپوهان: منځني ختیځ کې د جګړې درېدل د سیمې او نړۍ  په ګټه دي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist