طالبانو ادعا کړې چې د میدان وردګو ولایت د سیداباد ولسوالۍ یې په بشپړه توګه نیولې ده.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په لیږل شوې خبرپاڼه کې ویلي، تیره شپه د میدان وردګو ولایت سیداباد ولسوالۍ مرکز، قومندانۍ او ټولې امنیتي پوستې په ټولیزه توګه د دوی لاس ته ورغلي دي.
طالبان ادعا کوي چې تیره شپه یې همدلته ګڼ شمیر عسکر او پولیس وژلي، وسلې، مهمات او د افغان ځواکونو موټر یې هم نیولي دي.
له دې سره ځايي اوسېدونکو هم له شمشاد سره په اړیکه کې منلې چې طالبانو د سید آباد ولسوالۍ ودانۍ نیولې ده
افغان حکومت بیا د طالبانو د دغې ادعا په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.