د افغانستان او سوېلي اسیا لپاره د امریکا تګلاره ناکامه شوې ده.
د بهرنیو چارو وزارت پخواني وزیر رنګین دادفر سپنټا په استانبول کې یوې غونډې ته په وینا کې ویلي، د امریکا د ستراتیژۍ سره سره په افغانستان کې بې ثباتي زیاته شوې او افغان حکومت اوس په ډېرو مهمو سیمو ولکه نه لري.
سپنتا ویلي، د امریکا تګلاره د افغانستان پر امنیت مثبت اغېز نه دی کړی او بې ثباتي لا هم شته.
هغه ویلي، افغان حکومت باید هڅه وکړي چې خپله ولکه پراخه کړي او همداراز د خپلې ولکې سیمو کې قانون پلې کړي.
سپنټا ویلي، (( امریکا په خپلو ژمنو نه ده ولاړه، د همدې لپاره باید پر امنیتي تړون بیا کتنه وشي چې واشنګټن اړ شي خپلې ژمنې پلې کړي.))
افغانستان او امریکا په ۲۰۱۴ م کال کې ګډ امنیتي تړون لاسلیک کړ او له دغې هوکړې سره سم د امریکا جګړه ییز ماموریت پای ته ورسېدو او د همکاریو او مشورو لړۍ پیل شوه.
سپنټا همداراز له طالبان سره د سولې خبرې ناشونې بللې دي.
سپنټا ویلي، (( دواړه، افغان حکومت او د سولې عالي شورا اقرار کړی چې سوله د دوی په لاس کې نه ده، بلکې امریکا، روسیې او د سیمې هېوادونو یې مشري کوي، او افغان حکومت په کې واک نه لري.))