د ناټو سرمنشي ویلي، داعش ډله هڅه کوي افغانستان کې خپل خلافت تاسیس کړي.
داعش په افغانستان کې د ټولې نړۍ لپاره بالقوه خطر دی.
افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان سکاټ میلر داعش یو خطرناک سازمان په ګوته کړی او ویلي یې دي چې، په افغانستان کې دغه ډله ټولو ته یوه ستونزه ده.
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ هم ویلي، افغانستان کې د داعش خطر ته باید جدي پام وشي.
سټولټنبرګ ویلي، داعش په سوریه او عراق کې خپل خلافت له لاسه ورکړی او اوس هڅه کوي چې افغانستان کې خلافت بیا تاسیس کړي، چې په وینا یې دوی به یې مخه ونیسي.
خو واشنګټن کې د جنوبي اسیا په چارو کې د ویلسون د څېړنیز مرکز کارپوه مایکل کوګلمن ویلي، طالبان اوس له داعش څخه زیات جدي ګواښ دی.
کوګلمن په دې باور دی چې طالبان توانېدلي له داعش سره د ده په خبره، په اغیزمنه توګه وجنګېږي.