د امریکا ولسمشر ټرمپ او د شمالي کوریا مشر کېم جونګ لیدنه د سوېلي کوریا او شمالي کوریا په پوله وشوه.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شمالي کوریا له مشر کېم جونګ اون سره د دواړو کوریاګانو د پولې پر سر وکتل.
ټرمپ د کېم جونګ اون په بلنه د شمالي کوریا خاورې ته ننوت.
هغه ، جاپان کې د جي شل هیوادونو کنفرانس کې له برخې اخیستو وروسته سویلي کوریا ته ولاړ.
ویتنام کې له ناکامې ناستې وروسته دا لومړی ځل دی چې د شمالي کوریا او امریکا مشران له یو بل سره ګوري.