ښاغلی میر رحمان رحماني د افغانستان د ولسي جرګې مشر وټاکل شو.
ښاغلي رحماني له ۲۴۵ راېیو څخه ۱۳۶ راېیې خپلې کړي چې د راېیو اکثریت دی.
د ښاغلي رحماني رقیب، خان محمد وردګ ونه توانېد چې د ولسي جرګې په ټاکنو کې رحماني مات کړي.
ښاغلي رحماني له ټاکل کېدو وروسته ویلي، د ولسي جرګې د رییس په توګه نه بلکې د اساسي قانون له مخې به له نورو وکیلانو سره د همکار په توګه کار کوي.