افغان ولسمشر محمد اشرف غني په دوه ورځني سفر د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته رسیدلی او له لومړي وزیر عمران خان سره یې لیدلي دي.
اسلام اباد کې د ولسمشر تود هرکلی شوی او له هوایي ډګر تر لیدنو ځای پورې ټول سړکونه د ده د ښه راغلاست په بینرونو پوښل شوي و.
له دې سره د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ولسمشر غني ته د ښه راغلاست ترڅنګ پاکستان ته د نوموړي په سفر خوښي وښوده او د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو او همکاریو د پراختیا او د باوري فضا رامنځته کولو لپاره یې د جمهوررئیس غني دا سفر ګټور وباله.
ولسمشر ویلي، د افغانستان او پاکستان تر منځ د اړیکو د ښه والي لپاره د سولې مشورتي لویې جرګې د استازو د اجماع او وړاندیز په اساس پاکستان ته راغلی دی.
ولسمشر ویلي، د افغانستان او پاکستان دوه اړخیزې اړیکې او مناسبات باید په متقابل درناوي او د دولت په دولت ترمنځ د اړیکو د اصل په اساس استواره وي.
ولسمشر تمه ښودلې چې دا سفر به د افغانستان او پاکستان ملتونو ته مثبت پایلې ولري او همدارنګه به په سیمه ییزه همکاریو او اتصال کې د پاکستان فعاله رول وهڅوي.