ټاکل شوې چې نن به زلمی خلیل زاد اسلام اباد ته ورسېږي.
د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، د افغان سولې او پخلاینې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی، زلمي خلیل زاد به نن شنبه اسلام اباد ته ورسېږي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت درې ورځې وړاندې ویلي و چې، زلمی خلیلزاد افغانستان، پاکستان، متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان او قطر ته ځي.
د خلیل زاد د لس ورځني سفر هدف په افغانستان کې د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د مذاکرو په اړه له ټولو خواو سره خبرې کول دي.
خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت بیا دغه هېواد ته د خلیل زاد د سفر په اړه څه نه دي ویلي.