Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

سوېل ختیځ زون کې ښځو سره تاوتریخوالی زیات شوی

admin by admin
2019/06/20

د سوېل ختیځ زون د بشر حقونو سیمه ییز دفتر وايي، روان کال ښځو سره تاوتریخوالی زیات شوی.

د بشري حقونو سیمه ییز دفتر وایي، د سویل ختیځ زون دریو ولایتونو کې له ښځو سره د تاوتریخوالي دوه سوه پنځه څلویښت پیښې ثبت شوي چې د تیر کال په پرتله څلویښت سلنه زیاتوالی ښیي.

پکتیا کې د بشري حقونو سیمه ییز دفتر مشر نور احمد شهیم، ناموسي قتلونه، ځان وژنې، وهل ټکول له کور تیښته هغه پیښې یادوي چې له دوی سره یې شکایتونه ثبت شوي دي .

نور احمد شمیم وایي ، چې د روان زیږدیز کال لومړیو پنځو میاشتو کې یې د تاوتریخولي ۲۴۵ پیښې ثبت کړي چې د تیر کال په پرتله ۴۰ سلنه زیاتوالی ښیي .

سویل ختیځ زون کې د بشري حقونو دفتر مشر نور احمد شهیم داسې وویل (( موږ سره روان کال پنځه میاشتو کې د کورني تاوتریخوالي زیاتې پېښې ثبت شوي، په دغو پېښو کې وهل ډبول، وژنې، ګواښل او له کوره تېښتې ثبت شوې دي.)) 

د ښځو د حقونو فعالانې هم د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پیښو پر زیاتیدو اندیښنه څرګندوي او له حکومت یې مخنیوی غواړي .

پکتیا کې د ښځو شبکې مشره زرغونه همت داسې وايي (( ښځو سره د تاوتریخوالي زیاتېدو عمده لاملونه د سواد کچې ټیټوالی، په زور ودونه، لوړ ولور او بې وزلي ده، موږ له حکومت په کلکه غواړو چې دې وضعیت بدلون ته پام وکړي او ستونزې حل کړي.)) 

د بشري حقونو سیمه ییز دفتر سویل ختیځ زون کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پیښو زیاتوالي ستر لامل د دا ډول قضایاوو نه څیړل په ګوته کوي .

د بشري حقونو سیمه ییز دفتر د پکتیا، پکتیکا او خوست له چارواکو غواړي چې له ښځو سره د مخ پر زیاتیدونکي تاوتریخوالي په مخنیوي کې مرسته وکړي او اړوند قضایاوې دې په جدي ډول وڅیړي .

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist