د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو چاوراکي ویلي، امریکا له طالبانو سره د خپلو ځواکونو د شمېر پر کمولو هوکړه کړې ده.
په ملګرو ملتونو کې د امریکا د سیاسي چارو همغږی کوونکی روډني هانټر د امنیت شورا په ناسته کې ویلي چې امریکا له افغانستانه د خپلو سرتېرو د شمېر کمولو لپاره چمتو ده.
روډني هانټر زیاته کړې چې لا تر اوسه د امریکايي ځواکونو د شمېر کمولو او مهالوېش پر سر هوکړې ته نه دي رسېدلي.
هانټر ویلي، (( د ترهګرۍ په تړاو باید ووایم چې موږ له طالبانو سره په خبرو کې پرمختګ کړی او یوه مسوده مو هم چمتو کړې چې له مخې یې افغانستان به په راتلونکي کې د نړیوالو ترهګرو په ګټه نه کارول کېږي.))
د هانټر په خبرو کې راغلي چې د امریکايي ځواکونو وتلو وروستۍ هوکړه به د سولې له ټینګښت وروسته له راتلونکي حکومت سره کېږي.
دغه امریکايي چارواکي دا هم ویلي چې واشنګټن د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د خبرو زمینې برابرولو لپاره چمتو دی.