Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

روسیې د طالبانو امریکا ترمنځ خبرې بې پاېلې وبللې

admin by admin
2019/06/19

روسیې د افغان سولې لپاره د امریکا هڅې بې پایلې یادې کړې.

د روسیې د سنا یو غړي چې کابل کې خبریالانو سره خبرې کولې په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې بې پایلې وبللې.

کندراتیف نیوکه کړې چې په تیرو اتلس کلونو کې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو پوځي حضور جګړه لا پسې زیاته کړې او سولې ته نه دي رسیدلي.

روسیه د بهرنیو ځواکونو د پوځي حضور په پای باندې هم اندیښنه لري چې یو ځل بیا به جګړې زیاتې شي.

د روسیې د سنا غړی ویلادې میر کندراتیف، چې افغانستان ته د شوریانو ننوتل هم اشتباه بولي وایي، د بهرنیو ځواکونو په حضور افغانستان کې سوله نه ده راوستلې او جګړه زیاته شوې.

کندراتیف هغه څرګندونې اوازې بللي چې ګنې روسیه د طالبانو ملاتړ کوي.

د روسیې د سنا غړی ویلادې میر کندراتیف داسې وایي (( اوازې دي چې روسیه له طالبانو ملاتړ کوي، دا اوازې دروغ دي روسیې له طالبانو سره هیڅ مرسته نه ده کړې، په مسکو کې چې د سولې په اړه د طالبانو او افغان سیاسیونو دوه غونډې شوي موخه یې د بین الافغاني خبرو لپاره زمینه مساعدول وو.))

کندراتیف په تیرو اتلسو کلونو کې د بهرنیو ځواکونو پوځي حضور د افغانستان په زیان یاد کړی چې جګړه یې زیاته کړې او سولې ته نه دي رسیدلي.

روسیه د بهرنیو ځواکونو پوځي حضور له پای ته رسیدو هم اندیښنه لري چې ګنې ترهګرې ډلې به فعالیت زیات کړي.

روسیه اوس تر بل هر هېواد د افغان سولې خبرو کې ښکاره لیوالتیا ښيي او د دې لپاره یې دوه ځل افغان سیاسیون او طالبانو په یو میز کینولي.

خو د روسیې دواړه ځل غونډې د افغان حکومت له اعتراض او نیوکو سره مخ وې.

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist