Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

محب: هره ورځ لسګونه افغانان د ترهګرۍ قرباني کېږي

admin by admin
2019/06/18

د ملي امنیت شورا سلاکار د اوفا لسم امنیتي کنفرانس کې ویلي، ترهګرۍ سره مبارزه باید زموږ د کارونو په لومړیتوب کې وي.

د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب د اوفا لسم امنیتي کنفرانس کې ویلي، لاهم په افغانستان کې هره ورځ لږ تر لږه پنځوس تنه ترهګرۍ سره مبارزه کې ژوند دلاسه ورکوي.

د نړۍ پنځو وچو لوړ پوړي امنیتي استازي د باشقیرستان په اوفا ښار کې راټول شوي چې په دې نړیواله ناسته کې پر نړیوال او سیمه ییز امنیت او ور پيښو ګواښونو خبرې روانې دي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب چې دې ناستې ته ورغلی ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره یې په ګډې او واحدي مبارزې ټینګار کړی دی.

حمدالله محب داسې ویلي (( په افغانستان کې هره ورځ لږ تر لږه پنځوس تنه له ترهګرۍ سره مبارزه کې ژوند له لاسه ورکوي، ترهګر او د نشه یي توکو قاچاقبران د یوې سیکې دوه مخه دي، چې له یو بل سره هېڅ توپیر نه لري، تاریاک د ترهګرو د عوایدو اصلي سرچینه ده، چې هر کال ورته میلیارډونه ډالر پیدا کوي چې د سیمې هېوادونه او منطقه هم په کې شامله ده، زمونږ په سیمه کې هره ورځ زرګونه کسان په غیر قانوني توګه له پولو اوړي څو له ترورېستانو سره یو ځای، روزنه تر لاسه او زمونږ خلک هدف وګرځوي. ))

افغان امنیتي ځواکونه د ترهګرۍ ضد مبارزه کې د ټولې نړۍ په استازولۍ جګړه کوي چې سږنی کال یې مرګ ژوبله زیاته وه.

 اوس چې په سیمه کې ګواښونه او خطرونه مشترک شوي دي ډېر باور نه کېږي چې هېوادونه دې د خپلو ګټو لپاره بیاهم په سیمه او افغانستان کې په یوې واحدې تګلارې تفاهم ته ورسیږي.

روسیه داسې مهال د امنیت شورا د سلاکارانو د ناستې کوربه ده چې د افغان حکومت وسلوال مخالفین دوه درې ځلې کرملین ته وربلل شوي وو، خو د تاوتریخوالي د پای لپاره کومه ښکاره لار په نښه نه شوه.

خو له روسې تمه دا کېږي، چې افغانستان کې د ټیکاو لپاره مثبت رول ولوبوي او افغان حکومت باید ورسره اړیکې ښې کړي.

په سیمه ییزه کچه د افغانستان په تړاو سیاستونه بدل شوي ښکاري او دا بدلون دوه کاله وړاندې لا ښه محسوس شو چې امریکا د جنوبي اسیا لپاره خپله تګلاره اعلان کړه.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist