د فرانسې خبري اژانس خبر له مخې افغان ځواکونه وروسته له کلونو اوس پرېکړه کړې چې ځينې سیمو کې به د افغان امنیتي ځواکونو پوستې بندوي او پر ځای به یې لویې قرارګاوې جوړوي.
د راپور له مخې دغه پرېکړه وروسته له هغه کېږي چې لسګونه افغان ځواکونه په لرې پرتو سیمو کې د طالبانو له لوري ووژل شول.
د دغه پلان له مخې افغان ځواکونه به پر تعرضي عملیات ډېر غور کوي او جګړه به د طالبانو سیمو ته وروړي.
د تندر قول اردو قوماندان دادان لونګ ویلي، د امنیتي پوستو تکیتک ناکام دی.
لونګ ویلي، (( له ۲۰۱۵ م کال راهیسې د افغان ځواکونو نږدې پنځوس سلنه مرګ ژوبله پر امنیتي پوستو د بریدونو له امله رامنځته شوې ده.))
لونګ ویلي، اوس امنیتي پوستې به کمېږي او پر ځای به یې لویې قرارګاوې جوړېږي.
د کلومبیا پوهنتون یو پروفیسور سټیفن بډل ویلي،(( د دې لپاره چې د افغانستان ولسمشر اشرف غني وتوانېږي په خپل ځای پاتې شي، هڅه کوي چې افغان ځواکونه هغو ځایونو ته ولېږي چې له پوځي اړخه هېڅ معنا نه لري خو سیاسي ارزښت یې بیا ډېر دی.))
افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو قوماندان جنرال سکاټ مېلر ویلي، د امنیتي پوستو بندېدل د افغان ځواکونو لپاره حیاتي ارزښت لري.
مېلر ویلي، (( افغان ځواکونه په تعرضي عملیاتو کې ژوند له لاسه نه ورکوي بلکې دوی طالبان وژني.))
مېلر ویلي، دا د مشرانو په کچه پرېکړه ده، موږ غواړو چې مطمئن اوسو چې افغان ځواکونه ډوډۍ او پیسې پر وخت ترلاسه کوي.