د طالبانو پلاوی ایران ته تللی او هلته یې له ایراني چارواکو سره خبرې کړې.
د طالبانو د قطر دفتر دغه پلاوی له چین وروسته تهران ته تللی، د سولې بهیر او وروستیو تحولاتو په تړاو یې له ایراني چارواکو سره خبرې کړې دي.
طالبانو ته نږدې سرچینې تائیدوي چې د طالبانو او امریکا ترمنځ په قطر کې تر اووم پړاو مذاکراتو مخکې د قطر دفتر یو پلاوی له چین هیواد وروسته ایران ته تللی او دا مهال له ایراني چارواکو سره په مختلفو مسایلو خبرې کوي.
سرچینو ویلي، د طالبانو یاد پلاوي په تهران کې له ایراني چارواکو سره پر سولې، وروستیو تحولاتو او یو لړ نورو مسایلو خبرې کړي دي.
ویل کېږي، امریکا سره توافق ته د نه رسېدو په صورت کې طالبان د سیمه ییز ملاتړ موندلو په لټه کې دي.