ولسمشر محمداشرف غني د انګلستان شاهي هیواد ته د خپل سفر په دویمه ورځ، د دغه هیواد د بین المللي انکشاف وزیر روري سټیوارټ سره وکتل.
ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، په دې کتنه کې دواړو لوریو د سیمه ییز اتصال، انکشاف او سیمه ییزو همکاریو په اړه بحث او خبرې وکړې.
ولسمشر لیدنه کې ویلي، (( افغانستان د سیمه ییز اتصال د پراختیا لپاره د پرمختللیو هیوادونو په ځانګړي ډول د انګلستان د همکاریو او تجربو شریکولو ته اړتیا لري. جمهوررئیس غني د جمهوري ریاست په راتلونکو ټاکنو کې د لازیات شفافیت د تامین په خاطر د انګلستان له حکومته وغوښتل چې د بین المللي څارونکي په توګه دا بهیر وڅاري.((
د بریټانیا د حکومت د بین المللي انکشاف وزیر روري سټیوارټ روري سټیوارټ له ولسمشر غني سره ویلي، د انګلستان حکومت به بروکسل کنفرانس کې د بشري مرستو پر تعهداتو سربېره، نور ۱۳۰ میلیونه پونډ له افغانستان سره مرسته وکړي.