د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ به د سولې اووم پړاو خبرې راتلونکو څو ورځو کې پيل شي.
مجاهد شمشاد ته ویلي، چې د سولې خبرو په اجنډا کې بدلون نه دی راغلی او تمه لري چې دا ځل به د سولې خبرو کې پرمختګ رامنځته شي.
تر دې وړاندې د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازي رسنیو ته ویلي، افغان مشران دې د سولې او ټاکنو په اړه له منفي چارو او اړیکو ډډه وکړي.
خلیلزاد د سولې او ټاکنو په اړه د اړیکو څرنګوالی نه دی په ډاګه کړی چې څوک څه ډول منفي چارې او د سیمې له کومو هېوادونو سره اړیکې لري خو نوموړي خبرداری ورکړی چې که دوی دغو منفي کارونو ته دوام ورکړي نومونه به یې ډاګیز شي.
خلیل زاد دغه څرګندونې وروسته له هغې کوي چې په تیرو څو ورځو کې یې په پرلپسې ډول له ګڼو افغان سیاسونو او مطرحو څيرو سره لیدلي.