د جلال اباد ښار شپږمې ناحیې اړوند سیمه کې پر سیمه ییزو پولیسو ځانمرګی برید شوی.
د ننګرهار د والي ویاند وايي، په برید کې اته تنه وژل شوي او ۱۱ نور ټپيان دي.
پېښه شاوخوا درې بجې د جلال اباد ښار شپږمې ناحیې اړوند د عامه نظم پوستې ته څېرمه شوې ده.
سیمه کې خلک وايي چې برید د چپرهار سیمه ییز پولیسو په قوماندان شوی او څو تنه سرتیري یې هم وژل شوي دي.
خو مسوولینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي چې د بریدګر موخه څوک وو.
د ننګرهار د والي ویاند وايي، په برید کې د یو ماشوم په ګدون پنځه تنه ملکي کسان وژل شوي او درې تنه سیمه ییز پولیس هم وژل شوي دي.
د برید مسوولیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی.