Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د ماشومانو د ملاتړ نوي قانون، تطبیق به اسانه نه وي

admin by admin
2019/06/10

افغانستان کې د ماشومانو وضعیت ورځ تر بلې له لویو خنډونو سره مخ کیدونکی دی.

د دری میلیونه افغانو ماشومانو حقوق عملا تر پښو لاندې کیږي. 

د ماشومانو د حقونو د ساتنې لپاره اوس تازه قانون هم واضح شوی خو د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي د قانون تطبیق به اسانه نه وي.

دا قانون په اته فصلونو او شاوخوا سلو مادو کې ترتیب شوی چې ټولنې، کورنۍ او دولت کې د ماشومانو حقوق په ګوته کوي.

کار ټولنیزو چارو وزارت د ولسمشر لخوا دماشومانو د ملاتړ یو نوی قانون په تقنیني فرمان منظور کړی چې د ماشومانو یادې ستونزو ګراف راټیټ کړي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند عبدالفتاح احمدزی که څه هم د دې قانون د پلي کولو خبره کوي خو تر څنګ یې اندیښمن هم دی چې تطبیق به یې ستونزې ولري.

کابل چې باید د ماشومانو د ښه ژوند بیلګه وي خو برعکس دلته ډیری ماشومان د خپلو کورونو لپاره په لارو او کوڅو کې د وړو شیانو خرڅلاو کوي او کورنۍ ته د ورځې ډوډۍ برابروي.

اوس چې د ماشومانو د ملاتړ دا نوی قانون منظور شوی د ماشومانو حقوق یې کورنۍ، ټولنه او دولت کې ټاکلي او تر پښو لاندې کوونکو ته یې جزاوې ټاکل شوي دي.

درویشتمه ماده ((د ماشوم په وړاندې د هر ډول جسمي رواني او اذیت کړنې منع دي، هیڅ شخص نشي کولی د ماشوم د روحي، جسمي یا رواني ځورونې او اذیت لامل شي، مرتکب د قانون له حکمونو سره سم تر عدلي تعقیب لاندې نیول کیږي.))

انګیرنې دا دي چې د دي قانون په پلې کولو به د افغان ماشومانو په ژوند کې مثبت بدلون راشي خو تطبیق کول به یې د ډیرو نورو قانونو په شان له سترو ستونزو سره مخ وي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي
روغتیا

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
اقتصاد

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist