د ولسمشر د حکم په اساس د هرات له مرکزي محبس لسګونه بندیان ازاد شو.
د ولسمشر د حکم په اساس د هرات د مرکزي زندان څخه نژدي څلویښت تنه طالب زندانیان آزاد شول
تازه ازاد شوي طالبان د درو ګونو محاکمو له لوري د وسله والو فعالیتونو ترسره کیدو په جرم بندیان شوي وو چې د ولسمشر د حکم په اساس د کوچني اختر په مناسبت آزاد شول .
د هرات ولایت مقام څخه خپره شوې خبرپاڼه وايي ټاکل شوي پلاوي د یادو کسانو دوسيې په هر اړخیزه توګه څیړلې دي.
د هرات والي د یادو بندیانو د خوشي کیدو په مناسبت جوړه شوي غونډې ته وینا کې روانه جګړه پردۍ بللې او ټینګار يې کړی چې باید افغانان خپله ورته د پای ټکی کیږدي.
طالبانو بیا تر اوسه د دغه بندیانو د خوشې کیدو په تړاو کوم څه نه دي ویلي .