Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

طالبانو د ملګرو ملتونو راپور یو اړخیز وباله

admin by admin
2019/06/10

طالبانو د یوناما راپور رد کړ چې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې یوازنی لامل دوی پېژندل شوي دي.

د ملګرو ملتونو په تازه راپور کې په وسلوالو ډلو نیوکه شوې چې ولسي خلک په قصدي توګه په نښه کوي.

راپور کې د جګړې په ټولو اړخونو غږ شوی چې ولسي وګړو ته پاملرنه وکړي.

ملګرو ملتونو د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه اندېښنه لري چې د وسلوالو ډلو له اړخه په قصدي توګه په نښه کېږي.

په افغانستان کې ملګرو ملتونو موندلې، چې حکومت مخالفو ډلو په قصدي او اګاهانه ډول د روژې په میاشت کې ملکیان په نښه کړي دي چې یوازې په کابل کې څه باندې ۱۰۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

خو په راپور کې یوناما د حکومت مخالف لوری هڅوي، چې په افغانستان کې پر ملکي خلکو بریدونه ودروي.

د یوناما د اعلامې یوه برخه کې داسې راغلي (( د جګړې هیڅ غاړه پر ملکیانو برید نه شې توجیه کولی او ملکیان باید په هیڅ ډول په نښه نه شي، زه د ملکي وګړو پر وړاندې دغه قصدي بریدونه غندم چې د ویرې د خپرولو د ناوړه ارادې ښکارندوی کوي؛ دغه بریدونه د عاملینو مشروعیت له منځه وړي او د افغانستان د خلکو د استازیتوب له هر ډول ادعا څخه یې محروموي))

په نړیوالو قوانینو کې د جګړې ټول ښکېل اړخونه د ملکي وګړو په وړاندې له قصدي بریدونو منع شوي او دغه ډول کړنې د جنګي جرمونو په تعریف کې شاملوي چې کیدای شي د بشر ضد جرمونو کې وګڼل شي.

خو طالبانو د یوناما راپور بیا یو اړخیز بللی دی .

ملګري ملتونه په ډاګه کوي، هغه بریدونه چې په قصدي ډول په کې ملکي وګړي په نښه کیږي، د نړیوالو بشر دوستانه قوانینو سره په ټکر کې دي.

ټینګار کېږي چې ټول اړخونه باید د نړیوالو قوانینو له مخې د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره خپلو مسؤلیتونو ته درناوی وکړي.

اوس د وسله والو شخړو او بشر دوستانه قوانینو ته د نه پاملرنې له امله خلک ډیر کړاوونه ګالي.

خو د ګواښ خبره داده چې د نړۍ په کچه ملکي وګړو په دوامداره توګه د تلفاتو ډیری برخه جوړوي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist