د افغانستان لپاره امریکا ځانګړی استازی توماس وېسټ چې تیره اوونۍ متحده عرب اماراتو، قطر او ترکیې هېوادونو ته په اووه ورځيني سفر وتلی دی، وړمه ورځ یې په دوحه کې د افغانستان راتلونکي فکر فورم کې ګډون کړی وه.
وېسټ ویلي، افغانان په خپل هېواد کې نوره جګړه نه غواړي او له سوله ییزې لارې د شته ستونزو د حل ملاتړ کوي.
هغه زیاته کړې:« افغانان په خپل هېواد کې د جګړې مخالف دي او د خپل هېواد ننګونو ته د خبرو له لارې د حل ملاتړ کوي.»
خو د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان بیا وايي،که امریکا په حقیقت کې دا غواړي،چې افغانستان کې سوله ټینګه شي، نو باید ټول هغه افغان جنګي جنایتکاران،چې همدا اوس په بهرنیو هېوادونو کې اشرافي ژوند لري، نړیوالې جنګي محکمې ته وسپاري.
د سیاسي چارو کارپوه توریالی ځاځی وايي:« توماس وېسټه! که ته واقعآ د عدالت، د بشر حقونو او د سولې مدافع یې لومړی مهرباني وکړه، د افغانستان هغه جنګي او بشري جنایتکاران،چې اوس په بهرنیو هېوادونو کې شاهانه ژوند لري،هغه لومړی نړیوالې جنګي محکمې ته وسپاره، بیا په افغانستان کې د سولې او ډیموکراسۍ خبرې وکړه. افغان ولس نور په داسې خبرو، غونډو او کنفرانسونو باور نه لري،ځکه دا سیاسي تجارت دی،چې زموږ د ولس پر سر ترسره کیږي.»
په ورته مهال توماس وېسټ په کابل کې له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره تیلیفوني خبرې کړې دي او د بشري مرستو پر چټکتیا ، د مرستندویه موسسو د فعالیت پر وړاندې د خنډونو پر لرې کېدو او همدراز په دغو موسسو کې د ښځو کاربندیز پر له منځه تګ یې ټینګار کړی دی.
په دغه تیلیفوني مکالمه کې په دې اړه هم خبرې شوي دي،چې د نجونو پر وړاندې دې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې خلاصې شي او په افغانستان کې دې د تل پاتې سولې ټینګښت لپاره په ملي کچه خبرې پیل شي .
د سیاسي چارو کارپوه شهزاده مسعود وايي:« یو څه چې اوس هم نړۍ درک کړې او هم افغانان په دې پوهیږي،چې هېڅکله هم نوره په افغانستان کې جګړه نه غواړي او ټول مسایل د سوله ییز حل له لارې غواړي.»
د اسلامي امارت مخالفې ډلې، چې اوس په بهرنیو هېوادونو کې سیاسي جوړښتونه لري هم پر سوله ییز حل ټینګار کوي او زیاتوي،چې داسې حکومت باید رامنځ ته شي،چې اساس یې ټاکنې وي، خو اسلامي امارت بیا وايي،په حکومت کې یې د هرقوم او ولایت استازي شته ، ټاکنو ته اړتیا نه لیدل کیږي.