د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر ټوېټر لیکلي چې د افغان سولې خبرو نوی پړاو پیلېدونکی دی.
خلیلزاد ټینګار کړی چې د سولې خبرو په نوي پړاو کې باید اکثریت افغانان ګډون ولري.
خلیلزاد همداراز له ولسمشر اشرف غني سره یکشنبه لیدلي او د افغان سولې پروسې په ګډون یې، د سیمه ییزې اجماع او د سولې وروسته پرمختګونو په تړاو بحث کړی دی.
خلیلزاد په خپل اووم سفر کې له کابل وړاندې اسلام باد، برلین او بروسلز ته تللی و.
ټاکل شوې چې خلیلزاد قطر ته هم ولاړ شي او له طالبانو سره یو ځل بیا د سولې خبرې پیل کړي.
له دې سره په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي، تمه لري چې دا ځل به له امریکا سره وروستیو هوکړو ته ورسېږي.
شاهین له عرب نیوز سره په مرکه کې ویلي، دې پړاو خبرو کې به پر مهمو موضوعاتو بحث وشي او په وینا یې که امریکا له افغانستان د وتلو مهالوېش مالوم کړي، نو طالبان به هم ضمانت ورکړي.