د افغان سولې په تړاو د قطر خبرو باندې شکونه ورځ تر بلې زیاتېږي.
د طالبانو او امریکایانو په مبهمو خبرو ورځې بلې ته شکونه او نیوکې زور اخلي.
تحلیل دا دی چې د دوی تر منځ خبرې له ناکامۍ سره مخ شوي، چې اوس دواړه لوري په خپلو ګټو پسې ګرځي.
په پام کې ده چې په نیږدې ورځو کې طالبان او امریکایان په اووم پړاو خبرو کې بیا سره مخامخ شي.
د طالبانو او امریکایانو د دوه په دوه شپږ پړاو ناستو په دوام تر راتلونکو ورځو پورې د دواړو لورو تر منځ اووم پړاو خبرې پيل کیږي، چې سره له اوسه پرې نیوکې شته.
د تېرو شپږ پړاونو ګونګې خبرې د دې سبب شوې چې په دې پروسه نیوکې او شکونه قوت واخلي.
په سیمه کې د روسیې په نوښت د افغان سولې په اړه جوړ شویو ناستو ښکاره پيغام دا دی چې روسیه او یو شمېر نورو هېوادونه په دې برخه کې اوږد لاس لري.
د پوهنتون استاد نجیب ازاد وايي امریکا له دې امله خبرې جاري ساتلی تر څو د سیمو هېوادونو پام له طالبانو واړوي.
خو طالبان او امریکایان روانې خبرې عادي او مثبتې ګڼي.
خلیلزاد چې په اووم سفر راوتی د پاکستان له سفر وروسته یې تر اوسه ځای نامالوم دی خو په پام کې لري چې افغانستان او یو شمېر نورو هېوادونو ته هم سفرونه وکړي.