ملي دفاع وزارت د هغو سیمو د بیرته نیولو لپاره ځانګړي عملیات پیل کړل چې اوس د طالبانو په واک کې دي.
ملي دفاع وزارت د لاسه وتلو سیمو د بیرته نیولو لپاره ځانګړي عملیات پيل کړل او د دایمي امنیت لپاره سیمهییزه اردو ځای په ځای کوي.
دفاع وزارت وايي، د هغو ولسوالیو او سیمو د بېرته نیولو لپاره یې ځانګړي عملیات پیل کړي چې اوس د طالبانو په لاس کې دي.
د ملي دفاع وزارت د نوي پلان په اساس د غزني د خواجه عمري او ده یک ولسوالۍ افغان ځواکونو په تیرو څو ورځو کې نیولي او د نورو سیمو لپاره عملیات دوام لري.
د ملي دفاع وزارت اوس هغه اندیښنې هم رد کړې چې له وسله والو مخالفینو څخه د سیمو له پاکولو وروسته یو ځل بیا د جګړې په ډګر بدلې شي چې د نوي پلان په اساس به د سیمه ایز ځواک له لورې ساتل کیږي.
د ملي دفاع وزارت وايي جوزجان٬ بادغیس٫ تخار٬ او میدان وردګو ولایتونه د دښمن د لوړ تهدید لاندې دي خو افغان ځواکونه د دفاع لپاره تیاری لري.
د ملي دفاع وزارت ویاند ذبیر عارف وايي٬ په ټول هیواد کې د اختر په شپو کې افغان ځواکونه د تیارسۍ په حال کې وو چې د لویو بریدونو تر څنګ یې د ډله ییزو بریدونو مخه نیولې ده.
د ملي دفاع وزارت په خپل چوکاټ کې سیمه ایز ځواک د متقاعدو افسرانو او سرتېرو څخه رامنځته کړی چې شمیر یې ۴۴ زره کسانو ته رسیږي چې ډیرۍ یې اوس خپلې سیمې ساتي او لګښتونه یې د ملي دفاع وزارت ورکوي.