د ولسي جرګې ځینو غړو تصمیم نیولی چې د دوشنبې په ورځ د ریاست څوکۍ پر سر شخړه حل کړي.
د ولسي جرګې د ریاست د ټاکنو د جنجالونو دوام د ملت په حق کې جفا او خیانت وبلل شو .
پریکړه دا وه چې له اختر وروسته په لومړۍ ورځ به وکیلان د ولسي جرګې د ریاست برخلیک مالوم کړي خو ډیری وکیلان غونډې ته نه وو راغلي.
د ولسي جرګې ځینو غړو تصمیم نیولی چې راتلونکې دوشنبه د ریاست پر سر راپورته شوی جنجال حل کړي.
ټاکل شوې وه چې د کوچني اختر له رخصتیو وروسته په لومړۍ رسمي ورځ به ټول وکیلان جرګې ته راځي د ولسي جرګې د ریاست پرسر راپورته شوی جنجال حل کوي، خو د جرګې اکثریت غړي غیر حاضر وو او غونډه بې پایلې پایته ورسیده .
د جرګې ځینې نور غړي وايي پر دې مسلې بحث دوشنبې ته پاتې شو او هیله مندي یې وښوده چې د روانې اونۍ تر پایه د ریاست برخلیک مالوم کړي .
د قوانینو تصویب، د خلکو ښه استازیتوب، د حکومت له کړنو څار او د سولې او امنیت پر مسایلو بحث او خبرې هغه ملي موضوعات دي چې د ولسي جرګې د کار مهمې برخې جوړوي خو دا څلورمه اونۍ ده چې وکیلان پر خپلو کورنیو لانجو بوخت دي او د جرګې رییس نه شي ټاکلی.