د چابهار له لارې د افغانستان دویمه صادراتي چوپه هند ته ورسېده.
دغه صادراتي چوپه کې درې دېرش ټنه وچه مېوه په دوو کانټینرونو کې شامله ده چې د یوې اونۍ په موده کې د هندوستان ناواشیوای بندر ته رسېدلې ده.
په صادراتي محموله کې کښته او انځیر شته چې د هر کانټینر لېږد باندې اتلسوه او اوه پینځوس ډالره لګښت راغلی.
د دغو صادراتو مجموعي ارزښت څلویښت زره ډالره ښودل شوی دي.
دا دویم ځل دی چې د چابهار لا لارې د هند خاورې ته افغاني محصولات صادريږي.
په پام کې ده چې سږ کال له دغه بندره د افغانستان وچې او تازه میوې هند ته صادر شي.