د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا څانګړی پلټونکی خپل تازه رپوټ کې وايي، له تېرو اوو کلونو راهیسې په افغان امریکایي پوهنتون کې ۶۳ میلیونه ډالر نادرکه شوي دي.
سیګار تازه رپوټ کې ویلي چې د امریکا دغه مرستې د ۲۰۱۲ کاله راهیسې نادرکه شوي دي.
ددغه ادارې موندنې ښي چې افغان – امریکايي پوهنتون کې د امریکا له مرستو پر هر افغان محصل د لسانس څلور کلنه دوره کې نږدې ۱۲۶ زره امریکايي ډالر لګول شوي دي.
د یادې ادارې مشر جان سوپکو نیویارک ټایمز ورځپاڼې سره په مرکه کې دغه پیسې تر هغې پورته بللي که یو افغان په امریکا کې زده کړې وکړي.
افغان امریکایي پوهنتون بیا د جان سوپکو دغه څرګندونې رد کړي دي او وایي چې دامریکا مرسته شوې پیسې نه دی ورکې شوي.
د افغانستان امریکایي پوهنتون کابل کې یوازینی پوهنتون دی چې یوازې په انګلیسي ژبه تدریس کوي.